خیبر پښتونخوا کې ۱۶ کلنه نجلۍ کلي کې نیمه بربنډه ګرځول شوې
د عکس سرچینه، QAIS JAVED
د پاکستان شمال لوېدیځ یوه لیرې کلي کې وسله والو سړو یوه ۱۷ نجلۍ په زور نیمه بربڼده کړې او د کلي په لار یې د تلو اړایستلې ده، چې وايي دا کار یې د کورني ناموس او پت په خاطر کړی دی.
ویل کېږي د قرباني شوې نجلۍ ورور څه موده وړاندې ددغو وسله والو کسانو د کورنۍ اړوندې یې ښځې سره پټ اړیکي ساتلي وو او دا کار د هغې د "غچ" اخیستو کې کړی دی.
دا پېښه یوه اونۍ وړاندې د خیبر پښتونخوا دیره اسمعیل خان چادهوان کلي کې شوې ده.
پولیسو تر اوسه د یادې پېښې په تور اته کسان نیولي او د نهم په لټه کې دي.
عیني شاهدانو ویلي، نجلۍ له یوې چینې نه ناڅاپه تر برید لاندې راغلې ده.
دې نجلۍ خبریالانو ته ویلي، زه او د تره لور مې له چینې نه د ستنېدو په حال کې وو چې سړو راوګرځولو.
دا وايي "دوی زه په ځمکه وویشتم او کالی یې را قیچي کړل، د تره لوی مې هڅه کوله چې پخپل ټیکري ما پټه کړي، هغوی یې ټیکری له لاسه واخیست".
دې نجلۍ د برید کوونکو له منګولو ځان ژغورلی او په سیمه کې نژدې کور ته تللې ده، خو برید کوونکو تعقیب کړې ده. ګاونډیانو هم هڅه کړې چې د دوی مخه ونیسي خو په وسله سمبالو کسانو ګواښلي دي.
د عکس سرچینه، QAIS JAVED
برید کوونکي یو ساعت وروسته له کلي وتلي.
دې نجلۍ د خپلې مور او د تره د لور په حضور کې خبریالانو ته خپله کیسه کړې ده. د هغې مور چې کونډه ده، وايي د دې ناوړه کیسې په اورېدو یې د خپلې لور مرسته غوښتې ده.
یوې سیمه ییزې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د برید کوونکو کورنۍ د نجلۍ له کورنۍ سره د درې کاله وړاندې یوې قضیې پر سر کینه لرله.
سرچینه وايي، د نجلۍ ورور د کلي یوې نجلۍ ته د موبایل په ډالۍ کولو تورن شوی، چې په مټ یې پټې اړیکې ورسره نیولې.
هغه مهال دا کیسه د دواړو کورنیو ترمنځ د لانجې لامل ګرځېدلې، خو د وینې تویېدو د مخنیوي او د لانجې د حل لپاره زلمي ته ویل شوي وو چې ۳۰۰ زره پاکستانۍ روپۍ (چې درې زره ډالر کېږي) ورکړي.
په داسې پېښو کې تر ډېره زیان ښځو یا نجونو ته رسېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته