لنډي کوتل کې د تورخم دروازې تړل کېدو پر ضد مظاهره
د عکس سرچینه، TK
قبایلي سیمې لنډي کوتل کې ځايي سیاسي مشرانو، سوداګرو او د ګاډو څښتنانو د تورخم لارې تړل کېدو پر ضد مظاهره کړې.
دوی له کابل او اسلام اباده وغوښتل، چې خپلمنځي ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
پاکستان کې تېره میاشت له څو بریدونو او چاودنو وروسته اسلام اباد د فرورۍ پر ۱۷ له افغانستان سره د تګ راتګ لارې وتړلې.
تېره اونۍ د بلوچستان مرکز کوټه کې یوې خبري غونډې ته ځايي سوداګرو او سیاسی مشرانو وویل، د لارې بندېدلو له امله نه یواځې سوداګر زیانمنېږی، چې په زرګونو خلک هم بې کاره شوي دي.
په هغه خبري غونډه کې د تحریک انصاف ځايي مشر نذیر اڅکزي وویل، د چمن سوداګر له حکومت غواړي چې د قانوني سوداګرۍ لپاره سملاسی لار پرانیستل شي.
د لنډي کوتل مظاهره کوونکو داسې لوحې لېږدولې چې د دوی غوښتنې پرې لیکل شوې وې. مظاهره کوونکو د لارې تړل کېدو غندنه کوله او له دواړو حکومتونو یې د خپلمنځي خبرو غوښتنه کوله.
د عکس سرچینه، .
دغه راز مظاهره کونکو د پاکستان پارلمان کې د قبایلي سیمې استازو هم نېوکه وکړه، چې په وینا یې د لارې پرانیستلو لپاره یې خپل رول نه دی لوبولی.
د لارې د بندېدلو له امله په زرګونو هغه افغانان هم د تورخم او چمن دروازو بل لور ته ایسار وو، چې پاکستان ته په ویزو تللي و، خو اسلام اباد د مارچ پر اتمه او نمه د دوو ورځو لپاره دا لارې پرانیستلې.
د لارې بندېدلو له امله تر پنځو زرو ټېلر هم بند دي، چې سوداګرو ته یې سخت تاوان اړولی او کار یې اغېزمن شوی دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته