بلوچستان کې زرګونه ماشومان پولیو واکسین نه پاتې شوي
د عکس سرچینه، FAREED KHAN
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان په بلوچستان کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي ادارې سرچینو بي بي سي ته ویلي، دوی د پولیو ضد وروستي کمپاین کې ونشوای کولی په دغه ایالت کې شاوخوا ۱۶ زره ماشومان واکسین کړي.
په دې کې ځینې هغه کوچنیان هم دي چې کورنۍ یې د واکسین مخالف دي.
دا یوازې بلوچستان نه دی چې ځینې کورنۍ نه غواړي ماشومانو ته یې د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي، بلکه له کلونو راهیسې په خیبرپښتونخوا ایالت کې هم ورته کورنۍ شته چې د واکسین مخالفت کوي.
ددغو کورنیو ادعا دا ده چې د پولیو ضد څاڅکي (واکسین) کمپاينونه د غربي هېوادونو دسیسه ده، چې ددوی په خبره له همدې لارې د مسلمانانو ابادي کمول غواړي.
دا ادعاوې ترډېره د دیني عالمانو لخوا مطرح کېږي، او د اوس د پولیو مخنیوي ادارې چارواکي هڅه کوي د همدغو دیني عالمانو له لارې کورنۍ د ماشومانو واکسین کولو ته وهڅوي.
د کوټې د ګوزڼ د مخنیوي ادارې د مسوولینو په خبره په دغو ۱۶زره ماشومانو کې نژدې ۵۰۰۰ هغه کوچنیان دي چې د کورنۍ د مخالفت له امله له واکسین نه پاتې شوي او پاتې نورو ته لاسرسی نه دی شوی.
د کوټې په ګډون د بلوچستان په نژدې ۱۲ ولسوالیو کې دغه کمپاین ترسره شوی و. د چارواکو په خبره په همدې ولسوالیو کې تر پنځو کالو د کمو ماشومانو شمېر نژدې ۱،۶ میلیونه دی چې ډېرو ته د ګوزڼ ضد څاڅکې ورکړل شوي دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو دي چې لا هم پکې د ګوزڼ ناروغي لیدل کېږي.
د پاکستان په بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو او قبایلي سیمو کې که څه هم دغه ناروغي شته، خو تر پخوا یې پېښې کمې شوې دي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته