تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, ایراني رسنۍ: د ایران پوځ د هرمز تنګی تړلی

د ایران د دولتي رسنیو له مخې د ایران پوځ وايي چې د هرمز تنګي پر سر خپل کنټرول بیا پلي کوي. د فارس خبري اژانس، چې د اسلامي انقلاب له سپاه پاسداران سره تړاو لري، د ایراني محصلانو خبري اژانس او دولتي خپرونې ایریب د سپاه پاسداران له یوې اعلامیې نقل کوي چې وایي دا تنګی به بېرته "پخواني حالت ته" وګرځي او وسله‌وال ځواکونه به د دې سیمې کنټرول په لاس کې ولري.

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د ایران شپږ هوايي ډګرونه بیا پرانیستل شول

    د ایران د هوايي شرکتونو د ټولنې سکرتر مقصود اسعدي سماني ویلي چې د تهران امام خمیني او مهرآباد هوايي ډګرونه او همدارنګه د مشهد بیرجند، ګرګان او زاهدان هوايي ډګرونه بیا پرانیستل شوي دي.

    هغه ویلي چې هوايي شرکتونه د کورنیو او بهرنیو الوتنو د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي.

    په یوه بله خبر کې ویل شوي چې هوايي شرکتونه کولی شي د اړینو جوازونو له ترلاسه کولو او د ایران د ملکي هوايي چلن ادارې له همغږۍ وروسته د الوتنو د پلان جوړولو او د ټکټونو د خرڅلاو د بیا پیل لپاره اقدام وکړي، په هغو لارو کې چې اعلان به شي.

    تر دې وړاندې د هوايي چلن ادارې اعلان کړی و چې له نن ورځې راهیسې د هېواد د هوايي فضا یوه برخه او ځینې هوايي ډګرونه بیا فعال شوي دي.

    د دې پرېکړې له مخې، د هېواد په ختیځ کې د نړیوالو الوتنو د تګ راتګ لپاره هوايي لارې بیا پرانیستل شوي دي.

    د جګړې له پیل او پر ایران د اسرائیل او امریکا له بریدونو وروسته، د هېواد هوايي حریم په بشپړ ډول تړل شوی و.

    ویل کېږي چې اسرائیل او امریکا د جګړې په جریان کې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر هوايي ډګرونه هم په نښه کړي وو.

  2. وروستی, مصر او پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ هوکړې ته د رسېدو هڅې کوي

    د مصر د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مصر او پاکستان د منځګړو په توګه "ډېر جدي" هڅې کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ یوه نهایي هوکړه ممکنه کړي.

    بدر عبدالعاطي، چې د ترکیې په "انتالیا دیپلوماټیک فورم" کې ګډون لري، ویلي: "هیله لرو چې په راتلونکو ورځو کې دې هوکړې ته ورسېږو."

    هغه د جګړې د پایلو په اړه ویلي چې "نه یوازې سیمه، بلکې ټولې نړۍ ته د دې شخړې دوام زیان رسوي."

    د مصر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د خبرو اترو د پرمخ وړلو هڅې په جدي ډول روانې دي.

  3. وروستی, تر اوسه د لبنان اوربند پلی ښکاري, نیک بیک - د اروپايي چارو خبریال، قدس

    په ټولنیزو رسنیو کې ډېر تاوده بحثونه روان دي او د ولسمشر ټرمپ او ایراني لوري ترمنځ د بیانونو تبادله هم روانه ده.

    خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې تر اوسه د جګړې کوم غږ نه اورېدل کېږي.

    ښکاره ده چې د اسرائیل او د لبنان د حزب‌الله ترمنځ اوربند تر یوې اندازې پورې کړکېچ کم کړی، که څه هم دې لا تر اوسه د هرمز تنګي پر موضوع لوی اغېز نه دی کړی.

    د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه د ایران ژمنه د لبنان له اوربند سملاسي وروسته اعلان شوه. ټرمپ بیا بیا ټینګار کوي چې په لبنان کې اوربند د ایران له پراخو خبرو اترو سره تړاو نه لري.

    لبناني رسمي رسنیو راپور ورکړی چې د لبنان په جنوب کې د اسرائیل په یوه هوايي برید کې یو موټرسایکل په نښه شوی چې له امله یې یو کس وژل شوی، سره له دې چې اوربند نافذ دی.

    د هغه اوربند د شرایطو له مخې چې امریکا اعلان کړی، اسرائیل باید بریدونه ونه کړي، خو دا حق لري چې د "پلان شویو، نژدې یا روانو بریدونو" په ځواب کې هر وخت غبرګون وښيي.

    خو تر اوسه داسې ښکاري چې په لبنان کې اوربند لا هم ټینګ پاتې دی.

    دا وضعیت ښايي د امریکا او ایران ترمنځ د یوې پراخې هوکړې د هڅو لپاره مرسته وکړي، ان که دا هوکړه له هغه څه لرې وي چې ولسمشر ټرمپ یې اعلانوي.

  4. وروستی, دولتي رسنۍ - د ایران پوځ بیا د هرمز تنګی تړلی

    د ایران د دولتي رسنیو له مخې د ایران پوځ وايي چې د هرمز تنګي پر سر خپل کنټرول بیا پلي کوي.

    د فارس خبري اژانس، چې د اسلامي انقلاب له سپاه پاسداران سره تړاو لري، د ایراني محصلانو خبري اژانس او دولتي خپرونې ایریب د سپاه پاسداران له یوې اعلامیې نقل کوي چې وایي دا تنګی به بېرته "پخواني حالت ته" وګرځي او وسله‌وال ځواکونه به د دې سیمې کنټرول په لاس کې ولري.

    له دې مخکې لیدل شوي وو چې ځینې کښتۍ له دې اوبو تېرېدې، خو دا روښانه نه ده چې څومره سمندري ترافیک له دې مهمې سوداګریزې لارې تېر شوی دی.

    په اعلامیه کې د ایران پوځ امریکا په "سمندري لوټمارۍ" تورنوي او وایي چې د امریکا "تش په نوم کلابندي" په حقیقت کې سمندري غلا ده. ایران مخکې ویلي وو چې که امریکا د خپلو بندرونو محاصرې ته دوام ورکړي، نو د هرمز تنګی به وتړي.

  5. وروستی, لبنان کې د اوربند هرکلی او لمانځنې

    د اسرائیلو او لبنان ترمنځ لس ورځنی اوربند پلې کېدا سره، په بیروت او نورو ښارونو کې خلکو خوښۍ وکړې. ځینې هغه اوسېدونکي چې له خپلو کورونو تښتېدلي وو، بېرته یې ستنېدل پیل کړي او د هغو پلونو د بیارغونې چارې هم پیل شوې دي چې د جګړې پر مهال د اسرائیلو له لوري ویجاړ شوي وو.په دې شپږ اوونیزه شخړه کې په لبنان کې له ۲،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له هرو پنځو کسانو یو یې بې‌ځایه شوی دی. اسرائیل وايي چې د دوی دوه ملکي وګړي او ۱۳ پوځيان وژل شوي دي.

  6. وروستی, د قطر د استخباراتو پخوانی مشر:‌ د هرمز تنګي له لارې د ازاد تګ راتګ ته اړتیا ده

    د قطر د دفاعي استخباراتو د عملیاتو پخوانی مشر نواف آل ثاني وايي د هرمز تنګې احتمالي بېرته پرانیستل "د یو مهم بدلون احساس ورکوي"، خو ډاډه نه دی چې دا به "پرمختګ" وبولي.

    هغه د بي‌بي‌سي (ټوډې) پروګرام ته ویلي چې د خلیج هېوادونه په دې اړه ډېر روښانه دي چې باید په دې تنګه کې د تګ راتګ ازادي موجوده وي. آل ثاني زیاتوي باید هغه حالت بېرته را وګرځول شي چې د جګړې له پیل مخکې موجود و.

    هغه څرګندوي چې په خلیج کې ډېر خلک د اوربند هرکلی کوي، خو دا هم وايي چې تر اوسه د خلیج هېوادونه د امریکا او ایران ترمنځ په خبرو اترو کې شامل نه دي.

  7. وروستی, امریکا د روسیې د تېلو پېرلو معافیت وغځاوه

    امریکا اعلان کړی چې د روسیې د تېلو محصولاتو د پېرلو لپاره د بندیزونو معافیت یې د یوې بلې میاشتې لپاره وغځاوه.

    دا اعلان یوازې څو ورځې وروسته له هغې شوی چې د امریکا د خزانې وزیر ویلي وو دغه معافیت به نه غځول کېږي.

    د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا په نوي جواز کې هېوادونو ته اجازه ورکړل شوې چې هغه روسي خام تېل محصولات چې د اپرېل تر ۱۷ نېټې پورې بېړیو کې بار شوي، وسپاري او وپلوري. دا معافیت به د مې تر ۱۶ پورې دوام ولري.

    خو دا معافیت له ایران، کیوبا او شمالي کوریا سره تړلو معاملو ته نه غځېږي.

    په داسې حال کې چې د منځني ختیځ د کړکېچ له امله، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د بې‌ثباتۍ له کبله د تېلو نړیوالې بیې په پراخه کچه لوړې شوې دي، ډونلډ ټرمپ په مارچ میاشت کې د روسیې د تېلو پر صادراتو محدودیتونه لغوه کړي وو.

  8. وروستی, د ایران هوايي چلن اداره: د هېواد د هوايي حریم یوه برخه بېرته پرانیستل شوې ده

    د ایران د هوايي چلن ادارې اعلان کړی چې د امنیتي او خوندیتوب ارزونو له بشپړېدو وروسته، د شنبې له ورځې (حمل/وری ۲۹) څخه د هېواد د هوايي حریم یوه برخه او یو شمېر هوايي ډګرونه بېرته فعال شوي دي.

    د دې پرېکړې له مخې، د هېواد په ختیځو برخو کې هوايي لارې د نړیوالو الوتنو د تېرېدو لپاره پرانیستل شوې دي او الوتنې به په تدریجي ډول، د تخنیکي او عملیاتي چمتووالي له مخې، په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې بېرته پیل شي.

    د جګړې له پیل راهیسې، چې د سلواغې په نهمه نېټه پیل شوه او اسرائیلو او امریکا پر ایران بریدونه وکړل، د هېواد هوايي حریم په بشپړه توګه تړل شوی و.

    د جګړې پر مهال، اسرائیلو او امریکا د ایران په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر هوايي ډګرونه په نښه کړي وو.

  9. وروستی, ټرمپ: بډایه شوي یورانیم به له ایرانه امریکا ته ولېږدول شي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ ټینګار کړی چې د هر احتمالي سولې تړون له مخې به بډایه شوي یورانیم له ایرانه متحده ایالاتو ته انتقالېږي.

    نوموړی زیاتوي، چې واشنګټن به له تهران سره له هغو اټومي بنسټونو ددغو موادو په رایستلو کې مرسته وکړي چې تېر کال ویجاړ شوي دي.

    ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د محافظه‌کار غورځنګ په یوه غونډه کې، چې د فونېکس په اریزونا کې ترسره شوې وه، وکړې او ویې ویل: "موږ به ډېرو لویو برمو ته اړتیا ولرو موږ به دا له ایران سره په ګډه راوباسو او ډېر ژر به یې امریکا ته بېرته ولېږدوو."

  10. وروستی, ټرمپ: ښايي اوربند تمدید نه کړم

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ماښام وویل، که له تهران سره د سولې توافق ونه شي، د ایراني بندرونو سمندري محاصره به پر ځای وساتي، او زیاته یې کړه ښايي د چهارشنبې پر ورځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته یې تمدید نه کړي.

    نوموړي د ولسمشرۍ په الوتکه (ائرفورس ون) کې خبریالانو ته وویل: "ښايي دا ونه غځوم، خو د ایراني بندرونو محاصره به دوام ومومي."

  11. وروستی, قالیباف د ټرمپ ادعاوې رد کړې

    د ایراني پارلمان مشر او له امریکا سره د ایران د مرکچي پلاوي سرپرست محمد باقر قالیباف وايي، که د امریکا سمندري ځواکونه د ایراني بندرونو محاصره روانه وساتي، هرمز تنګی به پرانیستی پاتې نه شي.

    د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې قالیباف وايي، په داسې صورت کې به د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ اغېزمن شي.

    ایران مخکې اعلان کړی و چې هرمز تنګی به د لبنان د اوربند تر پای ته رسېدو پورې د ټولو سوداګریزو بېړیو لپاره پرانیستی وي.

    محمد باقر قالیباف پر ایکس یوه پیغام کې لیکلي وو چې له هرمز تنګي د تېرېدو بهیر به د "ټاکل شوې لارې" او د "ایران په اجازه"ترسره شي. هغه وايي، دا پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې د ورکړل شویو بیانونو پر بنسټ نه ده، بلکې د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ ده چې ایا دا تنګی پرانیستی دی، که تړلی او کوم مقررات به پرې پلي شي.

    ښاغلی قالیباف وايي، ولسمشر ټرمپ په یوه ساعت کې اووه ادعاوې کړې، 'او ټولې ناسمې وې'.

    محمد باقر قالیباف زیاته کړه، "دوی نه په دې دروغو سره جګړه ګټلې شي او نه به هم په خبرو کې کومې پایلې ته ورسېږي."