تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, ایراني چارواکي: که د امریکا کلابندي دوام وکړي، هرمز تنګی به 'پرانیستی پاتې نه شي'

ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات به د جګړې پای ته رسولو د یوې موافقې د برخې په توګه له ایرانه بډای شوي واخلي، چې په غبرګون کې یې محمد باقر قالیباف وايي: "د امریکا ولسمشر په یوه ساعت کې اووه ادعاوې وکړې، چې ټولې یې دروغ دي."

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, دولتي رسنۍ - د ایران پوځ بیا د هرمز تنګی تړلی

    د ایران د دولتي رسنیو له مخې د ایران پوځ وايي چې د هرمز تنګي پر سر خپل کنټرول بیا پلي کوي.

    د فارس خبري اژانس، چې د اسلامي انقلاب له سپاه پاسداران سره تړاو لري، د ایراني محصلانو خبري اژانس او دولتي خپرونې ایریب د سپاه پاسداران له یوې اعلامیې نقل کوي چې وایي دا تنګی به بېرته "پخواني حالت ته" وګرځي او وسله‌وال ځواکونه به د دې سیمې کنټرول په لاس کې ولري.

    له دې مخکې لیدل شوي وو چې ځینې کښتۍ له دې اوبو تېرېدې، خو دا روښانه نه ده چې څومره سمندري ترافیک له دې مهمې سوداګریزې لارې تېر شوی دی.

    په اعلامیه کې د ایران پوځ امریکا په "سمندري لوټمارۍ" تورنوي او وایي چې د امریکا "تش په نوم کلابندي" په حقیقت کې سمندري غلا ده. ایران مخکې ویلي وو چې که امریکا د خپلو بندرونو محاصرې ته دوام ورکړي، نو د هرمز تنګی به وتړي.

  2. وروستی, لبنان کې د اوربند هرکلی او لمانځنې

    د اسرائیلو او لبنان ترمنځ لس ورځنی اوربند پلې کېدا سره، په بیروت او نورو ښارونو کې خلکو خوښۍ وکړې. ځینې هغه اوسېدونکي چې له خپلو کورونو تښتېدلي وو، بېرته یې ستنېدل پیل کړي او د هغو پلونو د بیارغونې چارې هم پیل شوې دي چې د جګړې پر مهال د اسرائیلو له لوري ویجاړ شوي وو.په دې شپږ اوونیزه شخړه کې په لبنان کې له ۲،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او له هرو پنځو کسانو یو یې بې‌ځایه شوی دی. اسرائیل وايي چې د دوی دوه ملکي وګړي او ۱۳ پوځيان وژل شوي دي.

  3. وروستی, د قطر د استخباراتو پخوانی مشر:‌ د هرمز تنګي له لارې د ازاد تګ راتګ ته اړتیا ده

    د قطر د دفاعي استخباراتو د عملیاتو پخوانی مشر نواف آل ثاني وايي د هرمز تنګې احتمالي بېرته پرانیستل "د یو مهم بدلون احساس ورکوي"، خو ډاډه نه دی چې دا به "پرمختګ" وبولي.

    هغه د بي‌بي‌سي (ټوډې) پروګرام ته ویلي چې د خلیج هېوادونه په دې اړه ډېر روښانه دي چې باید په دې تنګه کې د تګ راتګ ازادي موجوده وي. آل ثاني زیاتوي باید هغه حالت بېرته را وګرځول شي چې د جګړې له پیل مخکې موجود و.

    هغه څرګندوي چې په خلیج کې ډېر خلک د اوربند هرکلی کوي، خو دا هم وايي چې تر اوسه د خلیج هېوادونه د امریکا او ایران ترمنځ په خبرو اترو کې شامل نه دي.

  4. وروستی, امریکا د روسیې د تېلو پېرلو معافیت وغځاوه

    امریکا اعلان کړی چې د روسیې د تېلو محصولاتو د پېرلو لپاره د بندیزونو معافیت یې د یوې بلې میاشتې لپاره وغځاوه.

    دا اعلان یوازې څو ورځې وروسته له هغې شوی چې د امریکا د خزانې وزیر ویلي وو دغه معافیت به نه غځول کېږي.

    د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا په نوي جواز کې هېوادونو ته اجازه ورکړل شوې چې هغه روسي خام تېل محصولات چې د اپرېل تر ۱۷ نېټې پورې بېړیو کې بار شوي، وسپاري او وپلوري. دا معافیت به د مې تر ۱۶ پورې دوام ولري.

    خو دا معافیت له ایران، کیوبا او شمالي کوریا سره تړلو معاملو ته نه غځېږي.

    په داسې حال کې چې د منځني ختیځ د کړکېچ له امله، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي د بې‌ثباتۍ له کبله د تېلو نړیوالې بیې په پراخه کچه لوړې شوې دي، ډونلډ ټرمپ په مارچ میاشت کې د روسیې د تېلو پر صادراتو محدودیتونه لغوه کړي وو.

  5. وروستی, د ایران هوايي چلن اداره: د هېواد د هوايي حریم یوه برخه بېرته پرانیستل شوې ده

    د ایران د هوايي چلن ادارې اعلان کړی چې د امنیتي او خوندیتوب ارزونو له بشپړېدو وروسته، د شنبې له ورځې (حمل/وری ۲۹) څخه د هېواد د هوايي حریم یوه برخه او یو شمېر هوايي ډګرونه بېرته فعال شوي دي.

    د دې پرېکړې له مخې، د هېواد په ختیځو برخو کې هوايي لارې د نړیوالو الوتنو د تېرېدو لپاره پرانیستل شوې دي او الوتنې به په تدریجي ډول، د تخنیکي او عملیاتي چمتووالي له مخې، په بېلابېلو هوايي ډګرونو کې بېرته پیل شي.

    د جګړې له پیل راهیسې، چې د سلواغې په نهمه نېټه پیل شوه او اسرائیلو او امریکا پر ایران بریدونه وکړل، د هېواد هوايي حریم په بشپړه توګه تړل شوی و.

    د جګړې پر مهال، اسرائیلو او امریکا د ایران په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر هوايي ډګرونه په نښه کړي وو.

  6. وروستی, ټرمپ: بډایه شوي یورانیم به له ایرانه امریکا ته ولېږدول شي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ ټینګار کړی چې د هر احتمالي سولې تړون له مخې به بډایه شوي یورانیم له ایرانه متحده ایالاتو ته انتقالېږي.

    نوموړی زیاتوي، چې واشنګټن به له تهران سره له هغو اټومي بنسټونو ددغو موادو په رایستلو کې مرسته وکړي چې تېر کال ویجاړ شوي دي.

    ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د محافظه‌کار غورځنګ په یوه غونډه کې، چې د فونېکس په اریزونا کې ترسره شوې وه، وکړې او ویې ویل: "موږ به ډېرو لویو برمو ته اړتیا ولرو موږ به دا له ایران سره په ګډه راوباسو او ډېر ژر به یې امریکا ته بېرته ولېږدوو."

  7. وروستی, ټرمپ: ښايي اوربند تمدید نه کړم

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ماښام وویل، که له تهران سره د سولې توافق ونه شي، د ایراني بندرونو سمندري محاصره به پر ځای وساتي، او زیاته یې کړه ښايي د چهارشنبې پر ورځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته یې تمدید نه کړي.

    نوموړي د ولسمشرۍ په الوتکه (ائرفورس ون) کې خبریالانو ته وویل: "ښايي دا ونه غځوم، خو د ایراني بندرونو محاصره به دوام ومومي."

  8. وروستی, قالیباف د ټرمپ ادعاوې رد کړې

    د ایراني پارلمان مشر او له امریکا سره د ایران د مرکچي پلاوي سرپرست محمد باقر قالیباف وايي، که د امریکا سمندري ځواکونه د ایراني بندرونو محاصره روانه وساتي، هرمز تنګی به پرانیستی پاتې نه شي.

    د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې قالیباف وايي، په داسې صورت کې به د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ اغېزمن شي.

    ایران مخکې اعلان کړی و چې هرمز تنګی به د لبنان د اوربند تر پای ته رسېدو پورې د ټولو سوداګریزو بېړیو لپاره پرانیستی وي.

    محمد باقر قالیباف پر ایکس یوه پیغام کې لیکلي وو چې له هرمز تنګي د تېرېدو بهیر به د "ټاکل شوې لارې" او د "ایران په اجازه"ترسره شي. هغه وايي، دا پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې د ورکړل شویو بیانونو پر بنسټ نه ده، بلکې د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ ده چې ایا دا تنګی پرانیستی دی، که تړلی او کوم مقررات به پرې پلي شي.

    ښاغلی قالیباف وايي، ولسمشر ټرمپ په یوه ساعت کې اووه ادعاوې کړې، 'او ټولې ناسمې وې'.

    محمد باقر قالیباف زیاته کړه، "دوی نه په دې دروغو سره جګړه ګټلې شي او نه به هم په خبرو کې کومې پایلې ته ورسېږي."