له کورونا سره مقابله کې د پانګوالۍ نظام پاتې را تلل
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, امیر سلطانزاده
- دنده, خبریال
د کورونا وېروس خپرېدو سره ډېری هېوادونو د ښارونو د کرنتین او کار ځنډولو پرېکړه وکړه، چې دا وېروس نورو ته ور نه شي، خو دا پرېکړه هم خپلې ستونزې لري.
ډېرو خلکو د خپلو لومړنیو توکو د پوره کولو لپاره پر بازار بیروبار جوړ کړ، ځکه د میکروب ضد درمل، ماسکونه، لاسموغان او نور ورته توکي کم یا ورک شول.
خو خبره په دې ځای تمامه نه شوه، د کورونا له وېرې ډېری خلکو خورا ډېر لومړني خوراکتوکي را نیول.
په بله ژبه خلکو له دې کړکېچ سره مقابله د وچکالۍ یا قحطۍ د وخت په څېر وبلله او د توکو له کمښت سره د مقابلې یا ځان ساتلو لپاره یې د لومړنیو توکو امبارولو ته مخه کړه.
په سترو اروپايي هېوادونو کې ځنځیري پلورنځي له غوړویو، تیارو خوړو او ان روغتيايي دسمالونو تش شول.
په دې دسمالونو د خلکو ترمنځ د نښتو فلمونه ښيي چې ټولنه له بدو او خطرناکو رواني شرایطو سره مخ ده.
د نړۍ اقتصادي سیستم په تېره اروپايي او لوېدیځو هېوادونو کې د توکو وېش نظام د بازار له مخې برابر شوی دی. په بله ژبه د پانګوالۍ سیستم د مصرفي بازار له مخې توکي تولیدوي او ان بازار جوړولو ته هم لاس اچوي. د ډېرې اړتیا او یا درواغجنې اړتیا هڅه کوي چې مصرف ډېر شي.
د دې ټولنو د مصرفي توان او پېرلو وس ته په پام د تولید سبک او ماډل جوړ شوی او د تولید نظام د مصرف له کچې سره سم ځان برابر کړی دی. خلکو هم له دې نظام سره ځان همغږی کړی دی. په بله ژبه دې نظام په دوه اړخیزه اړیکه یا د تولید او مصرف کچه انډول ته رسولې ده.
خو له کورونا سره مقابله کې د دې سیستم کمزوري ښکاره شوه. د پېر لپاره د خلکو هیجاني بیروبار هټۍ خالي کړې.
د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم چارواکو له خلکو غوښتل چې له اړتیا ډېر توکي نه واخلي، خو بیا هم د ټولنې له مقاومت سره مخ کېدل. ته وا پخوانیو قانومنو خلکو اخلاقي سپارښتنې نه اورېدلې.
ولې نن باید د پروني چلن اپوټه همغه مصرفوونکې ته ووایې: ته باید د ټولنې اړتیا ته په پام له شخصي ګټې لاس واخلې.
د دې ستونزې د حل لپاره د حکومت له ډېرې لاسوهنې پرته بله لار نه وه. د مالیو زیاتولو او اخلاقي او رسنیزو سپارښتنو لوېدیځ مصرفوونکي ونه هڅول چې ځانونه کنټرول کړي. دا حکومت و چې باید لاسوهنه یې کړې وی او له نوي کړکېچ سره سم یې د توکو د وېش او مصرف نظام مدیریت کړی وی.
کله چې پلورنځي د پېرلو لپاره برخو مراعتولو ته اړ شول د مصرفوونکو له غوسې سره مخ شول، ځکه له دې مخکې د پېرونکي حق و چې څومره واخلي. اصل د کارولو یا مصرف و او د پېرونکي شخصي ګټه ارزښتمنه بلل کېده.
داسې کس چې په دې ډول روزل شوی څنګه ومني چې پیسې لري، پیسې ور کوي، خو بیا هم د ډېر اخیستلو حق نه لري. هغه هم په داسې حالت کې چې له دې مخکې د تولیدي شرکتونو او مصرفوونکو د نظر خوندي کولو لپاره پراخه سیالي وه. نو د هغو شرایطو له مخې هر کس چې پیسې لري د توکو او خدمتونو د ترلاسولو حق نه لري؟
ډېر هغه کارونه هم په ټپه ودرول شول چې پر مصرف ولاړ او د مصرف زیاتولو لپاره ورته تبلیغ پلان شوی و.
له دې سره کرنتین د هغو کسانو لاس لنډ کړ چې پېرلو کې یې بې کچې مخینه لرله. اوس دا پېرونکی یوازې هغه اړین روغتیايي توکي اخلي، نور یې د لوکسو توکو د کارولو ویاړ له لاسه ور کړی دی.
لوېدیځه مصرفوونکې ټولنه له کورونا سره مقابله کې په چټکۍ د پاییښت ساتلو لور ته لاړه. هر کس له بل ځان غوره ګڼي، خو د دولت په نوم برتر ځواک په زور او د ټولې ټولنې د ګټو خوندي کولو لپاره تولید، مصرف او ګټه مدیرت کړي.
له کرنتین او د ډېرو کارونو په زور بندولو سره دولت اړ شو چې په کور ناستو او بې کاره شوو خلکو ته ډېرې پیسې بېلې کړي. ښکاره ده چې د دې کار نه کولو سره به ټولنه له ناامنۍ سره هم مخ کېده، ځکه د دولت له ډېرې لاسوهنې پرته بله لار نه وه.
بله مسله چې د ډېرو پام یې خپل کړد لومړنیو سرچینو او چاپیریال ساتل دي. پر پانګوالۍ نظام یو تور دا دی چې د ډېر مصرف لپاره او لا ډېر ارځان کار ځواک لپاره وګړي زیاتوي، خو اوسني کړکېچن حالت وښوده چې دا وګړي د اړتیا وړ لومړنیو توکو برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
ښايي پوښتنه وشي چې تراوسه دوی څنګه ادراه کېدل، ځواب د لمر په څېر روښان دی. تل د ټولنې یوې برخې خپلې بې وزلۍ سره د ټولنې د پاتې برخې د ژوند لګښت برابراوه.
خو کله چې د بې وزلو بدن د کورونا وېروس لپاره لا ګټور شو، نو ښکاره شوه چې ټول انسانان د ټولو انسانانو لپاره مهم دي، ځکه باید دوی هم وساتل شي.
دا یو بل داسې دلیل دی چې حکومتونه یې خورا لوی لګښت پرېکولو ته اړ کړل چې له ټولنې د دې لرې شوې برخې پالنه هم وکړي چې د پانګوال پام وړ تولید او مصرف کې یې رول نه درلود.
دا یوه یوه هڅه هغه څه دي چې د پانګوالۍ پلویانو بیا بیا د سوسیالستي نظام پر ټولنیز مدیرت د نیوکې لپاره کارول.
د نړۍ پانګوالي نظام له کورونا سره مقابله کې کمزوری دی او څو اونۍ وخت یې ونیو چې د پخواني چوکاټ بدلون سره داسې لار خپله کړي چې د ټولو په ګټه ولاړ وي نه د پانګوال په ګټه.دا مسله ښايي اوږدمهالی اغېز ولري. اینټرنیټي اسانتیاوې کارول او له لرې د کار لارې خپلول ښايي په راتلونکي کې د بیروکراسۍ نظام هم بدل کړي.
خو دې کې شک نشته چې د کاپیټالیسټي یا پانګوالي نظام مصرفوونکې تیورۍ له مخې د توکو د وېش او مصرف نظام بیا کتنې ته اړتیا ده. داسې سیستم چې کړکېچ کې خپل کارندوالی له لاسه ور کوي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته