د کډوالو مرغانو ورځ؛ افغانستان کې سلګونه ډوله کډوال مرغان اوسېږي

نن د اکټوبر میاشتې لسمه نېټه ده چې د کډوالو مرغانو نړیواله ورځ هم بلل کېږي. دغه ورځ هر کال دوه ځلې نمانځل کېږي. د کډوالو مرغانو نړیواله ورځ د نړیوالو همکاریو د جلبولو، د کډوالو مرغانو او د هغوی د اوسېدو ځایونو د خوندیتوب په تړاو د ډاډ لپاره لمانځل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په کلني ډول افغانستان کې سلګونه ډوله کډوال الوتونکي اوسېږي او یا په موسمي ډول په دې لاره ځي راځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه اداره وايي چې که څه هم د کډوالو الوتونکو وضعیت یو څه ښه شوی خو لا یې هم پر وړاندې ننګونې شته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د چااپېریال ساتنې ملي ادارې د طبعي میراثونو د ساتنې رییس جلال الدین ناصري وايي،

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، که څه هم افغان حکومت د مرغانو د ښکار مخنیوي قانون لري، خو په بازار کې مرغان پلورل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سږ کال که مرغۍ ډېرې شوې، ښکاریانو یې هم په دام کې د اچولو لپاره نورو لارو ته مخه کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې که پسرلی د خلکو لپاره د وختېرۍ، مېلې او خوشالۍ موسم دی، خو د مرغانو د ژوند د پای ورځې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په پسرلی کې له ګاونډیو هېوادونو هم افغانستان ته د مرغانو سیلونه راځي او خپل مرغان یې هم له یوې سیمې بلې ته کوچېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې د مرغانو ډېر دولونه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جنګ، د ځنګلونو وهلو، ښکار او وچکالۍ په دغه افغانستان کې د ځايي او کډوالو مرغانو لپاره خوندي ځایونه اغېزمن کړي

.