د عينی شاهدانو او راپورونو له مخې ایران په امنیتي برخه کې له ماشومانو کار اخلي

د عکس سرچینه، Majid Asgaripour/WANA/Reuters

    • Author, غنچه حبيبي ازاد
    • دنده, بي بي سي فارسي
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د يوه ۱۱ کلن هلک مړينه چې ويل کېږي په تهران کې له خپل پلار سره د تلاشۍ په يوه پوسته کې د هوايي برید له کبله وژل شوی په امنيتي ځواکونو کې له ماشومانو د کار اخيستلو نوې طرحې ته د خلکو پام ور اړولی دی.

د علي رضا جعفري مور صدف منفرد د همشهري په نامه ورځپاڼې ته چې د تهران د ښاروالۍ تر څار لاندې خپرېږي ويلي چې د هغې زوی او مېړه د بسيج په نامه ګزمو سره "په تهران کې د وګړو د امنیت ساتلو" لپاره مرسته کوله چې د مارچ پر ۱۱مه نېټه ووژل شول.

تېره اوونۍ په تهران کې د اسلامي انقلابي ګارډ یوه قومندان د فارس خبري اژانس ته چې له همدې ځواک سره تړاو لري ويلي، دا اداره غواړي ۱۲ کلن او یا له هغه د پورته عمر "داوطلبان" جذب کړي.

عيني شاهدانو بي بي سي ته ويلي، ماشومان چې ځينې یې په وسلو سمبال هم وو په پلازمېنه او د نورو ښارونو په امنيتي برخو کې ليدل شوي دي.

له ایرانه بهر مېشتو د بشري حقونو سازمانونو هم د علي رضا جعفري د مړينې په اړه راپور ورکړی دی. یوې کوردۍ ډلې ويلي چې د تهران د تلاشۍ په يوه پوسته کې وژل شوی د "پنځم ټولګي زده کوونکی" و.

د علي رضا مور وايي مېړه یې ورته ویلي وو چې په پوسته کې کافي ځواکونه نشته، "يوازې څلور کسان" دي. هغې زياته کړه چې پلار یې له ځانه سره بوتلو او ويلي یې وو چې دا هلک بايد "د راتلونکو ورځو لپاره چمتو وي."

هغې د خپل زوی له خولې ويلي، "مورې، یا به موږ دا جګړه وګټو او یا به شهيدان شو. انشاالله چې ګټو یې، خو زه به خوښ وم چې شهيد شم".

همشهري ورځپاڼې راپور ورکړی چې هغوی "د اسرائیلو ډرون برید" هدف ګرځېدلي وو.

د اسرائیلو پوځ بي بي سي ته ویلي چې د برید ځای د کره معلوماتو له وړاندې کولو پرته، دوی نشي کولی دا موضوع تائید کړي.

د ستر تهران د محمد رسول الله ځواک له ډلې رحيم نادعلي ويلي، د یوه نوي پروګرام له مخې چې "مدافعان وطن برای ایران" په نامه يادېږي ماشومان به په بېلابېلو دندو لکه ګزمه او د تلاشۍ په پوستو کې وګومارل شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ځواکونو جذب کېدی شي په هغو جوماتونو کې ترسره شي چې په تهران کې له بسيج ځواکونو سره تړاو لري او همدارنګه په ښاري ميدانونو کې چېرته چې د حکومت د ملاتړو غونډې ترسره کېږي.

بسيج يو نيمه پوځي ځواک دی چې د سپاه تر کنټرول لاندی دی، شاوخوا یو میليون غړي لري او ډېری یې د اعتراضونو د کنټرول لپاره کارول کېږي. اسرائیلو اعلان کړی چې په دې وروستيو کې یې د بسیج د تلاشۍ څو پوستې په نښه کړې دي.

سره له دې چې په ایران کې انټرنېټ بند دی، بي بي سي له څلورو عيني شاهدانو سره خبرې کړې چې وايي د تهران، کرج او رشت د تلاشۍ په پوستو کې یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان ليدلي دي.

د دغو کسانو نومونه د امنيتي دلايلو له کبله بدل کړل شوي دي.

یوې مېرمنې ګلناز چې ۲۰ کلنه ده او د تهران په ختيځ کې ژوند کوي، بي بي سي ته ویلي، د مارچ پر نهمه له یوه هوايي برید وروسته کله چې د وضعيت لیدلو لپاره بهر وتلې وه، په بسیج ځواکونو کې یې په وسلو سمبال تنکي ځوانان ليدلي وو.

بله مېرمن سارا چې هم شل کلنه ده او د تهران په لوېديځ کې ژوند کوي وايي، د مارچ پر ۲۵مه یې يوه تنکی ځوان د تلاشۍ په پوسته کې ليدلی و.

نوموړې زياتوي، "له هغه تنکي ځوان سره ټوپک و او د موټر پر لور یې نيولی و. هغه او هلته نورو ګاډي درول او تلاشي کول. په ونه کوچنی او وړوکی و. "

له دې وړاندې ایراني وګړو بي بي سی ته ویلي وو چې د پلازمېنې په شاوخوا کې امنيتي پوستې جوړې شوې او ګاډې تلاشي کوي.

هغو کسانو چې توانېدلي له انټرنېټ سره وصل شي ويلي چې دا بهير لا هم روان دی او ځينې ګزمې د شپې له خوا د ایران له بيراغ او لوډسپيکرونو سره په ښار کې ګرځي.

ځينو نورو هم ويلي چې تنکي ځوانان یې له تهران پرته د نورو ښارونو په پوستو کې هم ليدلي دي.

د کرج سيمې يو اوسېدونکی پيمان وايي، د مارچ پر ۳۰مه یې "يو تنکی هلک" له کلاشينکوف سره په يوه پوسته کې ليدلی و. دی وايي، "لا یې ږيره او برېت نه وو راغلي".

د رشت سيمې اوسېدونکې تينا وايي، د مارچ پر ۱۴مه یې کم عمره ځوانان د ښار په یوه میدان کې د دندې پر مهال ليدلي وو.

دا وايي، "هغوی ماسکونه اچولي وو او مخونه یې پټ وو، خو ښکارېده چې ماشومان دي، له سترګو یې معلومېده. قدونه یې هم ټيټ وو. د لویانو مخې ته ولاړ وو. هم مې زړه پرې سوځېده او هم ترې ډارېدم."

د بشري حقونو د څار سازمان په يوه راپور کې د دې ګورمارنو د پروګرام په اړه ويلي چې دا ګام "د ماشومانو له حقونو جدي سرغړونه ده او که چېرې عمر یې له ۱۵ کلونو کم وي، دا د جګړې جرم بلل کېږي. "

د دې سازمان یو غړی بي لون اسولډ وايي، "د ماشومانو د پوځي جذب لپاره هېڅ توجيه نشته... په حقيقت کې ایراني چارواکي ښايي چمتو وي چې د ماشومانو ژوند د لا ډېرو ځواکونو د برابرولو لپاره په خطر کې واچوي".

په امریکا کې د شيکاګو پوهنتون د حقوقو پوهنځي د بشري حقونو کارپوه پګاه بني هاشمي وايي، "د نړيوالو قوانينو له مخې په امنيتي يا پوځي رولونو کې د ماشومانو کارول ډېر محدود شوي او په ډېرو مواردو کې غیرقانوني دي".

نوموړې زياته کړه چې له هغوی کار اخيستل، "د ټولنې لپاره پراخ خطرونه رامنځته کوي، بې تجربې تنکي ځوانان تر فشار لاندې عمل کوي او ډېری یې روښانه د قوماندې جوړښت او د زور د کارولو کافي پوهه نه لري، کېدی شي په بې خبرۍ، تاوتریخوالی زيات کړي او د ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي."

د واشنګټن انسټېټیوټ د منځني ختيځ پاليسۍ کې د ایران کارپوهې هالي ډېګرس بي بي سي ته ويلي چې د تلاشۍ په پوستو کې د ماشومانو کارول "د ایران د کړکېچن وضعیت ښکارندويي کوي."

د نوموړې په وینا، دا موضوع ښيي چې حکومت "تر کومې کچې د خپلو خلکو تر منځ محبوبیت له لاسه ورکړی او د لویانو د جذب په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دی، تر دې چې د جګړې پر مهال د دندو لپاره یې د ماشومانو کارولو ته مخه کړې ده".