افغانستان کې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ځینو ولایتونو کې نن (شنبه) سهار شاوخوا ۷ نیمې بجې د زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.

تر اوسه د زلزلې د زیانونو په هکله جزیات نه دي تر لاسه شوي.

د امریکا جیولوجیکل ټولنې د معلوماتو له مخې د دې زلزلې شدت د ریکټر په کچه پنځه اعشاریه درې درجې و، چې د افغانستان ځینې برخې یې ولړزولې.

د یادې ټولنې معلومات ښيي، چې زلزله د ځمکې له سطحې ۱۹۸ کیلومتره لاندې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ په سویل کې نژدې ۲۷ کیلومتره لېرې و.

د زلزلې ټکانونه سهار وختي د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځو سیمو، ګلکت-بلتستان او پلازمېنه اسلام اباد کې هم احساس شوي.‌

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې هم ویلي چې د زلزلې مرکز د هندوکش په سیمه کې و او ژوروالی یې ۱۹۹ کیلومتره (۱۲۳ میله) و.

چارواکو ویلي چې تر اوسه د دواړو هېوادونو ترمنځ کرښه کې د مرګ ژوبلې یا د پام وړ زیان کوم سملاسي راپور نه دی ورکړل شوی، خو ارزونې لا هم روانې دي.

د روانې اپرېل پر درېیمه هم د افغانستان پلازمېنه کابل او څو ولایتونه یوې زورورې زلزلې ولړزول چې د چارواکو په وینا د لومړنیو راپورونو له مخې لږترلږه ۱۲ کسان پکې مړه او څلور نور ژوبل شوي وو.

تر ټولو زیاته مرګژوبله په کابل کې اوښتې ده. د دغه ولایت په بګراميو ولسوالۍ کې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د چارواکو په وینا پاتې ځاني تلفات په لوګر، پنجشېر، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې رامنځ ته شوي دي.

د زلزلو له پلوه فعاله ساحه

د هندوکش غرونو لړۍ په سیمه کې د زلزلې له پلوه له فعالو سیمو یوه بلله کېږي. هر کال په دې سیمه کې زلزلې ثبت کېږي، چې ځینې یې درانه زیانونه هم اړوي.

په دې سیمه کې د زلزلو ژوروالی معمولا د ویجاړۍ اندازه کموي، خو د کابل په څېر سیمو کې چې غیر معیاري ودانۍ ډېرې دي ان د منځني کچ زورورې زلزلې هم کولای شي ناورین رامنځته کړي.

خو د افغانستان په ځینو برخو کې کمزوری بنسټیز جوړښت او زیان‌ګالي کورونه دا خطر زیاتوي چې ان منځنۍ کچې زلزلې هم د زیان او مرګ ژوبلې لامل شي.

په زلزله کې څه باید وکړو او څه ونه کړو؟

د زلزلې پېښېدلو پر مهال:

هغه کسان چې د زلزلې ترخه تجربه لري، وايي د زلزلې پېښدلو په لومړیو کې له عجیبو غږونو سره مخامخ کېږي چې تر ډېره په لومړنیو سپکو لړزو یا ټکانونو بدلېږي.

ورپسې د زلزلې اصلي څپه ده چې له څو ثانیو تر څو دقیقو اوږدېږي او وروستی پړاو هم د زلزلې وروستي ټکانونه دي چې له اصلي څپې سپک دي.

دا ټول په ډېر لنډ مهال کې پېښېدلی شي.

البته ممکن له زلزلې پېښېدلو مخکې څو سپک ټکانونه حس شي، لکه د ایران د کرمان ولایت په بم کې زلزله چې پر ۱۳۸۲ پېښه شوه.

له اصلي زلزلې مخکې چې سهار پنځه نیمې بجې پېښه شوه، دوه زلزلې یا مخکېني سپک ټکانونه پېښ شول.

د امریکا د زلزله پوهنې اداره په دې برخه کې سپارښتنې لري چې ځینې یې په دې ډول دي.

که په ودانۍ کې یاست:

له کړکیو، سترو الماریو، بخاریو او نورو درنو شیانو لېرې شئ، ممکن پر تاسو در وغورځي.

د ډوډۍ خوړلو یا لیکلو مېز لاندې پټ شئ او که په زلزله کې وخوځېدل، پښې یې ټینګې ونیسئ.

که استوګنیزه مېنه کې یاست، د زلزلې پر مهال بهر یا لاندې په پوړیو( زینو) کې منډه نه کړئ، ځکه ممکن د لوېدیو یا غورځېدلو پر مهال ټپي شئ.

اشپزخانه د زلزلې پر مهال یو ډېر خطرناک ځای دی، ترې لېرې شئ.

د یخچال، المارۍ او د دوی په څېرد کور د لوړو او درنو وسایلو له څنګه لېرې شئ.

که له ودانۍ بهر یاست:

پرانیستې فضا ته لاړ شئ او له ودانیو، برېښنا تارونو، دودکشونو او هر بل شي لرې شئ، چې ممکن پر تاسو در وغورځي.

که موټر چلوئ:

ګاډی په پام سره و درروئ او څومره چې کولی شئ له نورو موټرو ځان لېرې کړئ.

هیڅکله هم د پل یا ونو ، د برېښنا مټو یا ترافیکي اشارو لاندې مه درېږئ.

چې ټکانونه ختم شوي نه وي له موټر مه کوزېږئ.

د بیا تللو پر مهال په سړک کې ماتو خښتو او کاڼو ته پام کوئ.

د زلزلې پېښېدلو پر مهال څه باید ونه کړو؟

که د ګاز نلکه مو بنده کړې وه، مه یې خلاصوئ او د ګاز ادارې ته یې وسپارئ. که ډاډه نه یاست چې د لیګ شوي ګاز بوی ختم شوی نه دی، د اورلګیت او نور اور اچوونکو وسایلو له کارولو ډډه وکړئ. باید وپوهېږئ چې مرستندویه ډلې، پولیس، امبولانسونه او اوروژونکي ښايي ژر تاسو ته ونه رسېږي.

له زلزلې وروسته:

کله چې زلزله ختمه شي باید وروستیو ټکانونو ته منتظر اوسو او هڅه وکړو چې له ماتو ښیښو او ماتو شیانو ځان لېرې کړو.

له زلزلې وروسته خطرونو څخه د لېرې کېدلو لپاره هم ډول ډول سپارښتنې شته چې ځینې په لاندې ډول دي:

  • که څوک ټپي شوی وي او وینه ترې بهېږي هڅه وکړئ پر ټپ یې نېغ زور وکړئ؛ د دې کار لپاره له پاکې پټۍ یا ټوټې کار واخلئ.
  • هغه کسان چې سخت ټپي شوي وي مه یې خوځوئ مګر په دې شرط چې له ډېر خطر سره مخامخ وي.
  • ټپي په کمپله کې پټ کړئ او ګرم یې وساتئ.
  • که ستاسو کور یا ګاونډ اور اخیستی، نو سملاسي یې د مړولو هڅه وکړئ.
  • په هره وسیله چې کېږئ وروستي خبرونه واورئ.
  • پام کو ئ چې څه شی در باندې ونه غورځي.
  • که د ګاز بوی مو تر سپږمو شو، د اورلګیت یا نورو اور اچوونکو وسیلو له روښانولو ډډه وکړئ.
  • په سړک کې له درېدلو ډډه وکړئ او د مرستندویه ګاډو تېرېدلو ته لار پرانیځئ.
  • ورانو ودانیو ته مه نږدې کېږئ.
  • برېښنا تارونو ته لاس مه ور وړئ.