اسپانیا کې د چټکو اورګاډو په ټکر کې لږترلږه ۳۹ تنه مړه شوي
د اسپانيا په سویل کې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له کبله لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. چارواکو خبرداری ورکړی چې د مرګژوبلې شمېر ښايي لوړ شي.
د اسپانیا د دولتي اورګاډي ادارې (اې ډي ای اېف) چې د هېواد پټلۍ او تمځايونه اداره کوي ويلي، پېښه کورډوباو ته نژدې د اډاموز په ښار کې هغه مهال رامنځته شوه چې له ملګا څخه ماډرېډ ته تلونکی چټک اورګاډۍ له پټلۍ ووت او هلته له بل اورګاډي سره ټکر شو.
همدا ډول په مخالف لوري تلونکی اورګاډی هم له ټکر وروسته له ليکې اوښتی دی.
د اسپانيا لومړي وزير پېډرو سانچېز ويلي چې په هېواد یې د "ژور غم او احساساتو شپه" ده.
د ۵ ماشومانو په ګډون ۴۸ کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. چارواکو د دوی له ډلې د یوه ماشوم او ۱۱ لویانو روغتیايي حالت نازک بللی دی.
په داسې حال کې چې د پېښې لامل لاتراوسه په رسمي ډول نه دی ښودل شوی، د اسپانیا د ټرانسپورټ وزير اسکار پونټ دا پېښه "ډېره عجيبه" بللې ده.
د اډاموز ښاروال، رافېل مورینو یو له لومړنيو کسانو و چې د پېښې ځای ته ورغی. هغه دا پېښه له يوه "ډاروونکي خوب" سره ورته بللې ده.
ويل کېږي له مالګا تلونکي اورګاډي کې ۳۰۰ کسان او دویم اورګاډي کې شاوخوا ۱۰۰ تنه سپاره وو.
د بېړنيو خدمتونو ځايي ادارې ويلي چې ۱۲۲ ټپيانو درملنه یې کړې ده.
د ژغورنې ډلو ويلي، ویجاړ شويو اورګاډو کې د ژوندي پاتې شویو کسانو او جسدونو ایستل خورا ستونزمن وو.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس سرچینه، Reuters
د کورډوبا د اور وژنې ادارې مشر د اسپانيا دولتي ټلويزيون ته ويلي، "موږ باید لومړی د یو مړی جسد لرې کړو ترڅو هغه چا ته ورسېږو چې لاهم ژوندی دی. دا خورا ستونزمن او پېچلي دي".
چارواکي وايي، پېښه لس دقيقې وروسته له هغه شوې چې د سهار شاوخوا ۶:۴۰ دقيقې اورګاډي حرکت وکړ.
له دې مرګونې پېښې وروسته، د ماډرېډ او انډلس ترمنځ د اورګاډي خدمتونه ځنډول شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی یو له دې اورګاډو چې فرچيا ۱۰۰۰ نومېږي، په یوه ساعت کې تر ۴۰۰ کیلومترو پورې سفر کولی شي.
یو خبريال سلواډور جیمینز، چې په یوه اورګاډي کې و، ويلي، د اورګاډي د ټکر اغېز د زلزلې په څېر احساس شو.
نوموړي په اېکس یوه پوسټ کې ليکلي، چې له نورو کسانو سره يو ځای په سړه هوا کې د بسونو لپاره انتظار باسي چې سیمه ایز سپورتي مرکز ته یې ولېږدوي.
پر اېکس يوه پیغام کې، د اسپانیا شاهي کورنۍ د مړو له خپلوانو او ژوندي پاتې شویو کسانو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر رغېدو هیله یې ښودلې ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته