فلسطینیانو ۴۴ کاله پخوا پاریس کې پر یوه یهودي خوړنځي د برید شکمن کس فرانسې ته وسپاره

فرانسه

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

فرانسوي چارواکو یو ۷۲ کلن سړی نیولی چې په ۱۹۸۲ کال کې په پاریس کې پر یوه یهودي خوړنځي یا رستورانت د لاسي بم او وسله وال برید اصلي شکمن بلل کېږي. په دغه برید کې ۶ تنه وژل شوي وو.

هشام حرب د تېرې پنجشنبې پر ورځ د فلسطینۍ ادارې لخوا د فرانسې د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ د تېر سپټمبر میاشتې د غوښتنې په ځواب کې هغې هېواد ته وسپارل شو.

پر حرب، چې اصلي نوم یې محمود خدر عابد عدرا دی، شک دی چې د "رو ډیس روزیرز" واټ د برید لارښوونه یې کوله او پخپله هم یو له هغو وسله والو و چې پر پېرودونکو یې ډزې کولې.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون له فلسطینۍ ادارې مننه وکړه او ویې ویل چې دا د قضایي همکاریو یوه "عملي بېلګه" ده چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د فرانسې لخوا د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو پایله کې لیدل کېږي.

د ترهګرۍ ضد ملي څارنوالۍ ویلي چې حرب پاریس ته نږدې د "ویلاکوبلي" هوایي اډې ته له رسېدو سره سم نیول شوی دی.

تر اوسه د پاریس په تاریخي یهودي سیمه "ماریس" کې د "جو ګولډنبرګ" رستورانت دننه او بهر د شپږو کسانو د وژنې په تور څوک نه دي محکوم شوي.

په دغه برید کې له ۲۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي وو. بریدګرو لومړی خوړنځي ته لاسي بم وغورځاوه او بیا یې لږترلږه درې تنه دننه شول او پر هغو خلکو یې په ماشینګڼو ناتاره ډزې وکړې چې د تېښتې هڅه یې کوله.

تېر کال، د فرانسې سترې محکمې د شپږو شکمنو کسانو د محاکمې امر وکړ، چې له هغې ډلې درې تنه یې حاضر نه دي او په لوېدیځه غاړه، اردن او کویټ کې ژوند کوي.

د "رو ډیس روزیرز" برید پړه پر یوې فلسطینۍ جلا شوې ډلې اچول شوې وه چې د مشهور جنګیالي ابو نضال لخوا جوړه شوې وه.

ابو نضال په ۲۰۰۲ کال کې په عراق کې ووژل شو. د نضال سازمان د فلسطین د ازادي بخښونکي سازمان (پي اېل او) جلا شوی و او د یو لړ خونړیو بریدونو مسؤل ګڼل کېده چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې د ۹۰۰ کسانو ژوند واخیست.

په دغو بریدونو کې ترورونه، د الوتکو تښتول او په هوایي ډګرونو او یوې یوناني کښتۍ ډزې شاملې وې.

د پاریس د برید دوه نور شکمن کسان لا دمخه په فرانسه کې دي، چې یو یې د ناروې تبعه ابو زاید دی (شک ورباندې دی چې یو له بریدګرو و) او بل یې هزا طه دی چې په برید کې د کارول شویو وسلو په پټولو تورن دی.

د ابو زاید مدافع وکیلانو دا تورونه رد کړي چې ګواکې هغه په ډزو کې لاس درلود.

د هشام حرب زوی بلال العدرا ویلي چې کورنۍ یې د هغه سپارل غیرقانوني بولي او د عادلانه محاکمې په اړه ډاډ نه لري. خو د پاریس محکمو د قضیې د بیا کتنې غوښتنه رد کړې ده.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو، چې تېر کال یې د برید د قربانیانو له کورنیو سره کتلي وو، وویل چې هغه ورسره ژمنه کړې وه چې د شکمنو کسانو د محاکمې لپاره به ټولې شونې هڅې وکړي. هغه زیاته کړه چې له برید ۴۴ کاله وروسته دا دی عدالت پلی کېدلی شي: "د یهود ضد کرکې او ترهګرۍ پر وړاندې، فرانسه هېڅکله نه هېروي او نه هم تسلیمېږي."