کونړ او بدخشان کې د ځنګلونو پر بیا زرغونېدا لس میلیونه ډالر لګول کېږي

کونړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په ډېرو سیمو کې ځنګلونه د اور لګېدنو ښکار شوي هم دي.
    • Author, سید عبد الله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایتي چارواکو ویلي، د ځنګلونو د بیا زرغونېدو او چاپیریال ساتنې اړوند یوه لویه پروژه پیل شوې چې په کې د پرې شویو ځنګلونو "احیا" یوه مهمه موخه ده.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې ویاند محب الله بهار بي‌بي‌سي ته په استولو معلوماتو کې ویلي "دا د هغې پروژې برخه ده چې د لسو میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت په ختیځ ولایت کونړ او شمال ختیځ بدخشان کې پلې کېږي."

کونړ کې پر پیل شوې پروژې به پنځه میلیونه ډالر ولګول شي.

د چاپېریال ساتنې ادارې خپلو معلوماتو کې ویلي "د انعطاف وړ کرنې ترویج او د زیانمنو ځمکو احیا، د ټولنو د مقاومت لوړول او د معیشت ښه کول، د تخریب شویو ځنګلونو بیا رغونه او د طبیعي سرچینو دوامداره مدیریت، د اوبو او خاورې ساتنه او د اوبولګولو سیسټمونو ښه والی، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتي انواعو معرفي کول، د څړځایونو او علفچرونو پراخول، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د اوبولګولو عصري سیستمونه رامنځته کول؛ لکه چکډیمونه، د قطره‌یي اوبولګولو سیستم، د سېلاب ضد محافظتي دیوالونو او د اوبولګولو کانالونو جوړول په یاده پروژه کې شامل دي."

دغه ادارې ویلي "دا پروژه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام (UNDP) د ګډو هڅو پایله ده او د اقلیم بدلون پر وړاندي د مبارزې او د هېواد د طبیعي سرچینو د ساتنې په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي."

د دې پروژو د پلې کولو لپاره دغه بودیجه د ۲۰۲۵ کال مارچ کې د نړیوال چاپیریالي اسانتیاوو(GEF) له لوري د کم پرمختللو هېوادونو صندوق شورا (LDCF) ناسته کې تصویب شوې وه.

وهل شوي ځنګلونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کونړ پېج دره کې د وهل شویو ځنګلونو ګوواټه.

دې وروستیو کې ځنګلیزې او ښېرازه سیمې د طبیعي افتونو، اورلګېدنو او نورو پېښو له امله زیانمنې شوې دي.

په ۲۰۲۳ کال جون کې د نورستان په واما، کامدېش او د کونړ په پېچ درې ولسوالیو کې سلګونه هکټاره ځنګل د اور لګېدنې له امله سوځېدلی و.

خو دا یوازینۍ پېښې نه دي، د ۱۹۹۰یمو کلونو کورنیو جګړو وروسته د افغانستان په ختیځو سیمو کې ځنګلونه په پراخ ډول پرې او د ناقانونه کاروبار ښکار شول. د افغانستان د کرنې وزارت د یوه رپوټ له مخې په کونړ او نورستان کې له نیمې ډېر ځنګلونه په ناقانونه ډول پرې شوي چې ښېرازه سیمې یې سپېرې کړې دي.

ناقانونه وسله والې ډلې، د تور بازار کاروباریان او یو شمېر قومي مخور او سیاسي څېرې د دغو ځنګلونو پرې کېدو کې ښکېل بلل کېدل چې له دې درکه یې زیاتې پیسې ترلاسه کولې.

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت یوه چارواکي بي بي سي سره خبرو کې ادعا کړې چې دا مهال د هېواد په یوه سیمه کې هم ځنګلونه نه وهل کېږي او دا چې د ناقانونه کاروبار لارې یې هم تړل شوې دي.

دغه چارواکي ویلي، د "شنې قطعې" په نوم د ځواکونو ځانګړی ټولی د هېواد په غرنیو سیمو کې ځنګلونه ساتي او که څوک سر وغړوي، مخه یې نیول کېږي.

دغه وزارت وايي د افغانستان له لسو ډېرې داسې سیمې په نښه شوي چې د زرغونېدو او ساتنې لپاره یې ځانګړې پاملرنه کېږي.

په کونړ کې او نورستان کې دا نوې پروژه ښايي د ځنګلونو بېرته زرغونولو سره مرسته وکړي خو کارپوهان وايي تر ټولو ډېره اړتیا د شته ځنګلونو د ساتنې او د لرګیو د ناقانونه کاروبار د مخنیوي ده چې له ځنګلونو سره مرسته کولی شي.