جرمني کې نوی قانون: د ۱۷ او ۴۵ کلونو ترمنځ سړي د پوځ له اجازې پرته په اوږده سفر بهر نه شي تلی
د عکس سرچینه، EPA
- Author, جسیکا رانزلې
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
په جرمني کې د نوي قانون له مخې به هغه نارینه جې عمرونه یې د ۱۷ او ۴۵ کلونو ترمنځ وي له هېواده بهر د ډېرې مودې اوسېدو په غرض باید له پوځ څځه تایید یا اجازه واخلي. دا شرط چې ښايي ډېرو ته بېساری وي په دې وروستیو کې د داوطلبه پوځي خدمت قانون کې شامل کړی شوی دی.
د "پوځی خدمت د عصري کولو قانون" د جنورۍ له میاشتې پلې شوی دی. د نویو شرایطو د وضع کولو موخه پر اوکرایین د روسیې له تېري وروسته د خپلې دفاع غښتلې کول بلل شوې دي.
د جرمني د دفاع وزارت یوه ویاند بی بي سي ته راستول شوې وینا کې تایید کړې ده چې له ۱۷ کلونو پورته نارینه به بهر کې له درې میاشتو زیات وخت تېرولو لپاره باید لومړی له حکومته اجازه او تایید ترلاسه کړي.
د اوسنیو اصولو له مخې په عمومي ډول دا اجازې ترلاسه کول اسانه دي، خو دا معلومه نه ده که دا قانون ماتېږي حکومت به یې پلې کولو لپاره څه ډول ګامونه اخلي.
له وګړو دې قانوني غوښتنې ته هغه وخت د خلکو پام راوګرځېد چې د جمعې پر ورځ د فرانکفورټ یوې ورځپاڼې یې په اړه مطلب خپور کړ. د جرمني د دفاع وزارت ویاند ویلي، د دې قانون جوړونې موخه دا ده چې "د پوځي نوم لیکنې یو باوري او اغېزمن سیستم باوري شي". ده زیاته کړه "بېړني حالت کې موږ باید پر دې خبر اوسو چې څوک بهر دي او د څومره مودې لپاره تللي دي."
د وزارت ویاند ومنله چې کېدای شي پر ځوانانو د دې نوي قانون جوړونې اغېزې ډېرې ژورې وي خو زیاته یې کړه چې دې لړ کې د استثنا په وړاندې کولو هم کار روان دی.
د دې نوې قانون وړاندې یواځې هغه وخت دا ډول غوښتنه پلې کېدی شوی چې که چېرې جرمني د ملي دفاع په حالت کې وي.
دغه رزا د دې نوی قانون له مخې حکومت پلان لري چې ۲۰۳۵ کال پورې د پوځیانو شمېر له ( یو سلو اتیا زرو ۱۸۰۰۰۰) نه ( دوه سوه شپیتو زرو ۲۶۰۰۰۰) ته لوړ کړي.
د تېرکال په دسمبر میاشت کې د جرمني پارلمان د داوطلبه پوځي خدمت قانون تایید کړ. خو که چېرې مېرمنې پوځي خدمت ونه کړي، د قانون له مخې هغوی نه شي اړ کېدی.
کله چې تېر کال دا قانون د پارلمان لخوا تاییدېدو جرمني کې یې پر ضد اعتراضونه هم وشول. د دې احتجاج یوه تنظیمونکي پر ټولنیزو شبکو لیکلي وو "نه غواړي چې شپږ میاشتې په پارکونو کې ایسار وي، او د خلکو د وژنې روزنه ترلاسه کړي".
د نورو اروپايي هېوادو په څېر په ۱۹۹۰مو کلونو کې جرمني د خپلو پوځیانو شمېر کې ډېر کمی راوستی و. د دې نه وړاندې د سړې جګړې پرمهال جرمني کې د پوځیانو شمېر نژدې نیم میلیون ته رسېده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته