ایراني چارواکي وايي، له افغانستانه ورتلونکې اوبه ''خورا لږ'' دي

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

د ایران د چاپیریال ساتنې رییس په دې ناخوښي څرګنده کړې چې د ده په وینا له افغانستانه لږې اوبه د ایران پر لور ور ایله شوي. علي سلاجقه ویلي د ۸۵۰ میلیون متر مکعب اوبو پر ځای ۱۵ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښودل شوي.

ایراني چارواکي وايي له افغان لوري یې څو ځلي غوښتي چې خبرو ته ورسره کښېني خو هغوی نه دی منلی. په وروستیو کې د ایران د حقابې پر سر د طالبانو حکومت او ایران ترمنځ سیاسي فضا ترینګلې شوې.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د چاپیریال ساتنې رییس په یوې خبرې ناستې کې ناخوښي څرګنده کړې چې ګواکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بشپړه حقابه نه ور یله کوي.

ایرانۍ رسنۍ ایسنا وايي، چهارشنبه علي سلاجقه خبریالانو ته وویل چې د ۸۵۰ میلیون متر مکعب اوبو پر ځای ۱۵ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښودل شوي چې د ده په وینا د ایران تر حقابې خورا لږې دي.

ښاغلي سلاجقه زیاته کړې، څو ځلي یې په افغانستان کې واکمنان، ګډې ناستې ته وربللي خو د ده په وینا وړاندیز یې رد شوی. د ده په وینا د ایران دولت خپل د برېښنا وزیر د دې مسلې تعقیب ته ګومارلی دی او خپلو ولایتي چارواکو ته یې هم سپارښتنه کړې چې له طالب چارواکو سره پرې وغږېږي.

'هلمند سیند کې ته کافي اوبه بهیدلې'

دغه ایراني چارواکي ویلي چې په افغانستان کې د اوبو کچ سم دی او د طالبانو حکومت باید د ۱۳۵۱ کال هغې هوکړې پر بنسټ چې منلې یې ده، په کال کې ۸۵۰ میلیون متر مکعب اوبه ورپرېږدي.

ده په افغانستان کې وروستیو ورښتونو ته په اشاره ویلي چې د هلمند سیند ته کافي اوبه ور بهېدلي او تمه لري طالبان اجازه ورکړي دغه اوبه له کمال خان بنده تېرې شي، او بلې خوا ته ولاړې نه شي.

د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت د لفظي شخړو له پیله چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي له تُند ګواښ سره اوج ته ورسولې، ایراني لوري ته ډاډ ورکړی چې هوکړې ته ژمن دي او هڅه به وکړي د ایران حقابه بشپړه ورکړي. خو مشروط په دې چې د افغانستان په بندونو کې دومره اوبه موجودې وي چې تر ایرانه ورسېږي او ضایعات یې لږ وي.