"پردیو" اصطلاحاتو ته د بدیل موندلو پلاوی وټاکل شو
د عکس سرچینه، MojAfghanistan
د طالبانو حکومت مشر د عدلیې ورازت په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی دی چې اړونده ادارو او اصولي سندونو کې کارېدونکو پردیو اصطلاحاتو ته بدیل پیدا کړي.
په دې اړه د مولوي هبت الله اخوندزاده فرمان څلور مادې لري او سر له یکشنبې په رسمي جریده کې د خپریدو او اجرا وړ بلل شوی دی.
د طالبانو مشر دې فرمان کې راغلي چې " د اداري او اصولي سندونو د اجنبي اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون په موخه دې د عدلیې وزارت په مشرۍ، لوړو زده کړو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د علومو اکاډمۍ او چارو ادارې عمومي ریاستونو په غړیتوب یو پلاوی را منځته شي."
په دې فرمان کې د طالبانو د حکومت ټولې " امارتي ادارې" مکلفې بلل شوې چې په ادارو کې کاریدونکي ټول " اجنبي اصطلاحات راټول، مناسب بدیل یې له دلیل سره پیدا او بیا یې د اداري او اصولي سندونو د اجنبي اصطلاحاتو د ارزونې او بدلون هیئت ته وسپاري."
د دغې فرمان له مخې د ټولو " اجنبي" اصطلاحاتو دڅېړنې او ورته د بدیل موندلو په تعقیب وروستۍ پرېکړه به مولوي هبت الله اخوندزاده کوي .
افغانستان چې د ګاونډیو هېوادونو له فرهنګي اغېزه تر یوې کچې اغېزمن هېواد بلل کېږي د ژبې سوچه والی پکې ډېر کله د ډېرو سیاستوالو په خوله وي، ځکه نو د اجنبي او پردیو اصطلاحاتو او نومونو اصطلاح لپاره د طالبانو د حکومت وروستۍ فرمان لومړۍ هڅه نه ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په ۱۳۹۱م لمریز کال له ملي ژبو د " نا پېژانده پردیو اصطلاحاتو د له منځته وړلو" لپاره فرمان صادر کړی و، که څه هم په تېرو حکومتونو په دې برخه کې د جدیت په نشتوالي نیوکې کېږي.
د طالبانو حکومت په تېره نږدې پنځه کلنه دوره کې بیا بېلابېلو ښاروالیو د ښار په کچه دا چاره جدي نیولي او وخت په وخت لیدل شوي چې هغه تابلوګانې او لویې دړې چې بهرني اصطلاحات یا په انګلیسي ژبه دي ښکته شوي دي.
په دې وروستیو کې که څه هم د انګریزي، او ځینو نورو بهرنیو اصطلاحاتو دبدلونو هڅې کېږي خو ویل کیږي افغانستان کې د عربي ژبې نومونه بیا د پام وړ ډېر شوي
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته