اوکرايين جګړه: روسيه د اړتيا وړ وسلو برابرولو کې له "ستونزو سره مخ" ده
د عکس سرچینه، SHUTTERSTOCK
لوېديځ چارواکي وايي، روسيه د اوکرايين په جګړه کې د اړتيا وړ وسلو او مهماتو په چمتو کولو کې له ستونزو سره مخامخ ده.
د لوېديځ يوه چارواکي ويلي، روسيه د کافي تجهيزاتو او اکمالاتو په چمتو کولو کې له "سختو ننګونو" سره لاس او ګرېوان ده.
د روسيې د وسلو او مهماتو دا مسئله داسې مهال راپورته کېږي چې اوکرايين ته د لوېديځو هېوادونو له لوري د وسلو د لېږد په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.
لکه څنګه چې د اوکرايين او روسيې چګړه درېيم کال ته ننوځي د وسلو، مهماتو او کسانو اکمالات د جګړې د پايلې په ټاکلو کې يو مهم عنصر بلل کېږي.
يوه لوېديځ چارواکي ادعا کړې چې په روسيه کې جوړې شوې وسلې اوس مهال د اوکرايين په جګړه کې د دوی د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي نه دي. " هغه زياته کړې چې مسکو يوازې د مهماتو او وسلو د بديلو سرچينو په موندلو سره خپل اکمالات کولی شي چې دا اوږدمهاله حل نه دی.
دغه چارواکی بنديزونه د دې کمښت يو لامل بولي.
دی وايي، "بنديزونه د روسيې پوځي صنعت ته سخت زيان رسولی چې د جدي ځنډ او لګښتونو د زياتوالي لامل شوی. "
روسيې په اوکرايين کې د جګړې په ډګر کې يو لړ پرمختګونه هم کړي چې د هغې له ډلې يو د اوډيوکا ښار نيول دي. خو چارواکي په دې اند دي چې روسيه په دې لار کې د مړو او ټپیانو درنه بيه پرې کوي.
يوه لوېديځ چارواکي ويلي، روسيه اړه ده چې د وسلو پوره کولو لپاره بهرنيو سرچينو ته مخه کړي. په دې کې د ايران ډرون او توغندي او له شمالي کوريا څخه مهمات شامل دي. داسې انګېرل کېږي چې ځينې يې د ټيټ کيفيت لرونکي دي.
دغه چارواکي زياته کړې چې روسيې د هغو تجهيزاتو د کارولو امر کړی چې بايد نورو هېوادونو ته ورکړل شي. په دې کې هند هم شامل دی چې له اوږدې مودې راهيسې د روسيې په وسلو تکيه کوي او هوايي ځواک يې يو کال وړاندې ويلي وو چې ژمنه شوې وسلې يې نه دي ترلاسه کړې.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته