د ځمکې ورځ کې څه دي چې نړۍ یې د اپرېل پر ۲۲مه لمانځي؟
د عکس سرچینه، Getty Images
نړۍ کې خلک هر کال د اپرېل پر ۲۲مه د ځمکې ورځ لمانځي. دا یو داسې مناسبت دی چې موخه یې د یوه روغ، خوندي او عادلانه چاپېریال او باثباته نړۍ لپاره غږ پورته کول دي.
د ځمکې د ورځې کیسه څه ده؟
د ځمکې د ورځې لمانځل په زېږدیز۱۹۷۰ کال کې پیل شول، هله چې امریکایي سناتور ګایلورډ نیلسن د لومړي ځل لپاره د هغه کال د اپرېل پر ۲۲مه دا لړۍ پیل کړه.
په ۱۹۶۹ کال کې، کله چې نیلسن او د هغه مرستیال (د هاروارډ پوهنتون محصل) ډینیس هایز د کلیفورنیا ایالت سانتا باربارا ښار ته تللي وو، هلته یې ولیدل چې ډېر زیات تېل د سمندر په اوبو کې ګډ شوي او د امریکا سمندرغاړو ته نږدې یې د اوبو ککړتیا رامنځته کړې ده. دغه ځای، چې تر څو میله پورې غځېدلی و، د کبانو او سمندري مرغانو ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ کړی و.
کله چې هغوی واشنګټن ته ستانه شول، سناتور نیلسن د قانون یوه مسوده وړاندې کړه چې د هر کال د اپرېل ۲۲مه دې د ځمکې د کُرې د لمانځلو لپاره یوه ملي ورځ وټاکل شي.
د دغې لمانځنې نظر دا و چې خلک به د چاپېریال ساتنې مسایلو کې ښکېل کړي او دا موضوع به د هېواد د لومړیتوبونو په سر کې راولي. د ځمکې د ورځې په لومړۍ لمانځنه کې نږدې ۲۰ میلیونه خلکو د امریکا په بېلابېلو لویو ښارونو کې لاریونونه وکړل.
په ۱۹۹۰ کال کې "د ځمکې ورځ" په نړیواله کچه ومنله شوه ، چې اوس پکې د سمبالګرو په وینا، نږدې ۲۰۰ هېوادونو کې تر یو میلیارد ډېر خلک ګډون کوي. په همدې کال کې یو نړیوال سازمان جوړ شو چې ۱۴۱ هېوادونه په کې یو ځای شوي وو. اوس مهال دا ورځ د نړۍ په ۱۸۴ هېوادونو کې لمانځل کېږي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د ځمکې د ورځې د سازمان مشره کاټلین روګرز وايي: "د ځمکې د ورځې لمانځل ډېر وخت د لوی شمېر خلکو لپاره د چاپېریال ساتنې لومړنی ګام وي." ډېر ژر د اقلیمي بدلون، نړیوالې تودوخې او پاکې انرژۍ په اړه لوی کمپاینونه او بهیرونه رامنځته شول.
په ۱۹۹۷ کال کې د نړۍ مشرانو په جاپان کې ومنله چې د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي یو اصلي لامل د فوسیل سون توکو (تېل او سکاره) له امله د کاربن اخراج دی.
چاپېریالي ککړتیا
د "لانسیټ" طبي مجلې د یو راپور له مخې، چاپېریالي ککړتیا په ۲۰۱۵ کال کې په ټوله نړۍ کې د ۹ میلیونه خلکو د مړینې لامل شوې وه. راپور روښانه کړه چې د دغو مړینو لویه برخه په بې وزلو یا منځنۍ کچې هېوادونو کې شوې ده، چې بنګله دېش او سومالیا تر ټولو ډېر ځپلي شوي هېوادونه وو.
د هوا ککړتیا تر ټولو لوی خطرناک ټکی بلل شوی و، چې د ککړتیا اړوند مړینو نږدې دوه پر درې برخه یې جوړوله. ورسره، برونای او سویډن د مړینې تر ټولو کمې کچې درلودې. ډېرې مړینې د هغو ناروغیو له امله وې چې له ککړتیا سره تړاو لري، لکه د زړه ناروغۍ، سکتې او د سږو سرطان.
د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه راپور لیکوال پروفیسر فیلیپ لاندریګن وايي: "ککړتیا یوازې یو چاپېریالي ننګونه نه ده، یو ژور او پراخ ګواښ دی چې د انساني روغتیا او هوساینې په ډېرو برخو اغېز کوي. "
د اوبو ککړتیا په دویم کتار کې وه چې د ۱.۸ میلیونه خلکو د مړینې لامل شوه، او د کار په ځایونو کې ککړتیا په نړۍ کې ۸۰۰ زره خلک مړه کړل. نږدې ۹۲ سلنه مړینې په بې وزلو هېوادونو کې شوې دي.
"زموږ انرژي، زموږ سیاره"
د ځمکې د ورځې شعار هر کال بدلېږي. سږکال دا شعار "زموږ انرژي، زموږ سیاره" ټاکل شوی دی. دا شعار دا حقیقت روښانوي چې چاپېریالي پرمختګ یوازې په حکومتونو پورې اړه نه لري، دا د ټولنو، ښوونکو، کارګرانو او کورنیو د ورځني چلند پایله ده.
د ځمکې ورځ پر دغو دلایلو پر نوې کېدونکې انرژۍ ټینګار کوي:
ارزانه بیه: د لمریزې برېښنا د تختو د تولید لګښت له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۰ کال پورې ۹۳ سلنه راټیټ شوی، چې دا یو ارزانه غوراوی دی.
روغتیا: پر فوسیل سون توکو د تکیې کمول د هوا ککړتیا کموي او د خطرناکو ناروغیو مخه نیسي.
اقتصاد: په نوې کېدونکې انرژۍ کې پانګونه کولای شي په نړۍ کې ۱۴ ملیونه کاري فرصتونه رامنځته کړي.
اوس مهال د نړۍ ۵۰ هېوادونه خپله نیمایي برېښنا له پاکو سرچینو ترلاسه کوي.
د ځمکې ورځې څه لاسته راوړنې لرلې؟
له ۱۹۷۰ کال راهیسې، د ځمکې د ورځې په برکت د امریکا د چاپېریال ساتنې اداره (EPA) جوړه شوه او د "پاکې هوا" قانون په څېر مهم قوانین تصویب شول. په وروستیو کلونو کې په سلګونو میلیونه ونې کېنول شوې، له بزګرانو سره د تلپاتې کرنې په برخه کې مرستې وشوې او په ټوله نړۍ کې د اقلیمي زده کړو پروژې پیل شوې.
په ۲۰۱۶ کال کې د ځمکې ورځ په سمبولیک ډول د پاریس د اقلیم تاریخي تړون د رسمي لاسلیک لپاره وټاکل شوه. دا لومړی ځل و چې د نړۍ هېوادونه د ځمکې د تودوخې د محدودولو پر اهدافو سره همغږي شول.
نیوکه کوونکي څه وايي؟
ځینې ګوتنیونکي یې خبرداری ورکوي چې دا لاسته راوړنې ښايي د پرمختګ یو دروغجن احساس رامنځته کړي، ځکه د انسانانو د فعالیتونو له امله د ځمکې تودوخه لا هم په چټکۍ سره لوړېږي. دا ډول ځینې شرکتونه تورن شوي چې د ځمکې له ورځې د خپلو اعلاناتو لپاره ګټه اخلي، پرته له دې چې واقعي بدلون راولي، دې ته "شنه مینځل" ویل کېږي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د اقلیم فعالې ګریټا ټونبرګ په ۲۰۲۲ کال کې وویل چې د ځمکې ورځ د واک څښتنانو لپاره پر یوې داسې موقع بدله شوې چې له سیارې سره خپله مینه وښيي، خو هم مهاله وخت کې یې په ډېرې چټکۍ سره ویجاړه کړي.
کاټلین روګرز هم مني چې ځینې شرکتونه له دې ورځې د خپلو ګټو لپاره ناوړه کار اخلي او حکومتونه باید د هغو پر وړاندې ټینګ ګامونه پورته کړي.
د ځمکې د ورځې مهم پړاوونه:
۱۹۷۰: په امریکا کې د سناتور ګایلورډ نیلسن لخوا د لومړۍ ځل لپاره پیل شوه.
۱۹۹۰: ۲۰۰ میلیونه خلکو په ۱۴۱ هېوادونو کې ګډون وکړ او موضوع نړیواله شوه.
۲۰۰۰: ۱۸۴ هېوادونو د پاکې انرژۍ او تودوخې د کمولو غوښتنه وکړه.
۲۰۱۰: د "یو میلیارد زرغون اقدام" کمپاین پیل شو.
۲۰۱۵: ملګرو ملتونو دا ورځ د پاریس د اقلیم تړون د لاسلیک لپاره وټاکله.
۲۰۲۰: د نړۍ یو میلیارد خلکو د دې ورځې ۵۰مه کلیزه ولمانځله.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته