بلوچستان کې وسله والو سره نښتو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان بلوچستان ایالت کې د وسله والو دوو بریدونو کې لږ تر لږ ١١ کسان وژل شوي دي.

لومړنی برید تېره شپه ناوخته د دې د ایالت پنجګور سیمه کې شوی دی. ځايي چارواکی وايي، دې برید کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي. د پولیسو یو ځاي مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې له برید وروسته امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې "شپږ ترهګر ووژل".

چارواکي وایي دې برید کې د یو ځايي قبایلي مشر کور په نښه شوی و.

یوې ډلې هم تراوسه ددې بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو تېر کې بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلو حکومت پلوه قبایلي مشران په نښه کړي دي.

بل لور د بلوچستان مرکز کوټه کې هم تېره شپه پر سریاب روډ سیمه کې وسله والو د دریو امنیتي کسانو په ګډون پنځه کسان ژوبل کړي دي. دغه راز د ایالت جهل مګسي سیمه کې هم د‌ وسله والو لخوا په یو بريد کې د يوه پوليس افسر په ګډون پنځه تنه ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، له دې وړاندې هم پنچګور کې وسله والو د فبرورۍ په ۲۴ مه د ایران پولې سره نژدې شپږ کسان وژلي وو.

په بلوچستان کې وروستیو کالونو کې بلوڅو بېلتون غوښتونکو ګڼ شمېر خونړي بریدونه کړي دي. دوی مرکزي حکومت تورنوي چې ددې ایالت طبیعي زېرمو کې د ایالت خلکو ته حق نه ورکوي او د پاکستان نورو سیمو ته یې ګټه رسېږي. د پاکستان حکومت دا ادعا نه مني او له خپل لوری ادعا کوي چې د بلوچستان د ځايي خلکو پرمختګ لپاره کار کوي.

د مارچ میاشتې په پیل کې د پاکستان کورنیو چارو وزارت اعلان کړی وو چې د امنیت ښه کولو او د وسله والو د بریدونو مخنیوي لپاره به ۳۰۰۰ نور امنیتي ځواکونه بلوچستان کې ځاي په ځای کوي.