هند د اتومي موادو لېږدونکي بالسټیک توغندي 'بریالۍ' ازموینه کړې
د عکس سرچینه، ani
- Author, شکیل اختر
- دنده, بي بي سي-ډیلی
په هند کې د دفاعي څېړنیز مرکز (ډي ار ډي او) مسوولین وايي، د چارشنبې پر شپه یې د (اګني پرائم) بالسټیک توغندي ازموینه بریالۍ وه.
هندي مسوولین وايي، دا توغندی د اتومي موادو لېږد وړتیا لري. د ډي ار ډي او مسوولینو په خبره د توغندي ازموینه د اړیسه ایالت په (اې پي جې عبدالکلام) مرکز کې شوې، چې د دې ډول ازموینو لپاره کارول کېږي.
د یادې ادارې مسوولین وايي، ''دا ازموینه چې د شپې ناوخته وشوه، په بشپړ ډول بریالۍ وه او ټول ټاکل شوي هدفونه ترلاسه شوي دي.''
د هند دفاع وزیر راج نات سینګ په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویلي: ''د دې توغندي بریالۍ ازموینه او د هندي وسله وال پوځ د وسلو او تجهیزاتو په زېرمه کې د دې زیاتوالی به د هېواد وسله وال پوځ عسکري وړتیا نوره هم زیاته کړي.''
د یادونې ده، چې (اګني پرائم) د اګني توغندیو د لړۍ شپږم هغه دی، چې د چارواکو په خبره له ۱۲۰۰ تر ۲۰۰۰ کیلومتره واټن کې د هدف په نښه کولو وړتیا لري.
چارواکي وايي، دا توغندی ۱۱ زره کیلوګرامه وزن لري او نژدې لس نیم متره اوږد دی. هندي ماهرین وايي، دا د عصري توغندیزې تکنالوژۍ پر مټ چمتو شوی توغندی د اتومي برید وړتیا لري.
د عکس سرچینه، Getty Images
د دې لړۍ توغندیو لومړنۍ تجربه د ۲۰۲۱ په دسمبر کې وشوه، خو د چارشنبې تجربه بیا لومړنۍ هغه ده، چې د شپې لخوا تر سره شوې.
هند حکومت د هېواد وسله وال پوځ لپاره د عصري وسائلو او تجهیزاتو چمتو کولو هڅې کوي او د دې لپاره د ځايي تکنالوژۍ پر مټ په هېواد کې دننه د وسلو او تجهیزاتو پر چمتو کولو بوخت دي.
هند پروسږ کال د ۲۱ زره کروړو (۲۱۰ میلیارد) روپیو پوځي وسلې او تجهیزات ځینو نورو هېوادونو ته هم صادر کړل، چې په هند کې چمتو شوې جنګي الوتکې هم پکې شاملې دي.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته