اسرائیلي پوځ وايي د رفح عملیاتو کې یې اته پوځیان وژل شوي
د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, علي عباس احمدي
- دنده, بيبيسي نيوز
د اسرائیلو پوځ ویلي چې د شنبې په ورځ یې اته عسکر د غزې په جنوب کې وژل شوي دي.
دغه پوځیان په ځايي وخت د مازديګر په ۵:۱۵ بجې د رفح تل السلطان کلي کې له شپني عملياتو د راستنېدو په حال کې وو چې د دوی زغروال موټر پر ماین وخوت.
د اسرائيلو پوځ پر اېکس (ټويټر) لیکلي، په وژل شويو کسانو کې ٢٣ کلن تورن وسيم محمود هم شامل دى او د نورو سرتېرو نومونه به د هغوی د کورنیو له خبرولو وروسته په ډاګه شي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د جمعې په ورځ ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرائیل ځمکني ځواکونه په رفح کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي چې ظاهراً یې هدف د "حماس وروستي اصلي مرکز" له منځه وړل بللي.
د شنبې په ورځ په ټیلیګرام کې حماس په یوه بیانیه کې وویل چې د اسرائیلي پوځ پر بلدوزر توغندی توغول شوی او وروسته د اسرائیلي ځواکونو ملاتړ ته پر ورغلو پوځیانو یې هم توغندی ویشتلی.
د اتو پوځیانو وژنه د روان کال له جنورۍ راهیسې په غزه تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو تر ټولو لویه خونړۍ پېښه ده.
مرستندویه ادارو په رفح ښار کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. ملګري ملتونه وايي شاوخوا یو میلیون فلسطینیانو رفح ښار کې پنا اخیستې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهانوم ګیبریوس د چهارشنبې په ورځ وویل چې د غزې د نفوس لویه برخه "د لوږې او قحطۍ په څېر ناورین سره مخ ده."
د امریکا ولسمشر جوبایډن او د نړۍ ګڼو مشرانو تر دې مخکې له اسرائیلو غوښتي وو چې پر رفح ښار دې پراخ بریدونه ونه کړي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، د جګړې له پیله تر اوسه څه باندې ۳۷ زره فلسطینیان وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان او بېځایه شوي دي.
په غزه کې جګړه د تېر کال اکټوبر پر اومه د حماس له خوا پر اسرائیلو له برید وروسته پیل شوه. حماس په دې برید کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان ووژل او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته