زندان کې د پښتین میاشت پوره کېږي؛ خلاصون لپاره یې بلجیم او سویډن کې لاریونونه شوي

د پاکستان په زندانونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین له زنداني کېدو نږدې میاشت پوره کېږي، خولا یې په اړه څه پرېکړه نه ده شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې غړې چې د بلجیم په مرکز بروکسل او د سویډن په مالمو ښار کې یې لاریونونه کړي ادعا کوي چې "منظور پښتون په ظالمانه ډول نیول شوی او د پاکستان په زندانونو کې بند پښتانه او بلوڅ له شکنجې او سختې زورونې سره مخ دي."

د سویډن مالمو ښار کې د لاریون یوه تنظیمونکي ولایت خان ځدراڼ بي بي سي پښتو ته وویل، د لاریون موخه "پاکستان کې له پښتنو او افغان کډوالو سره د بد چلند او ظلم غندل دي."

لاریونوالو د منظور پښتین او د غورځنګ د نوروغړو د ژر خوشي کولو، او د کډوالو پر ضد د 'ظالمانه' تګلارې بدلېدو شعارونه هم له ځانه سره لېږدول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتین له نیول کېدو وروسته د ډیسمبر پر څلورمه، په نړیواله کچه د لاریونونو غږ کړی و.

لاریونوالو افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځيو خلاصولو غږ هم بدرګه کاوه او په وینا یې "د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره د ښځو او سړیو زدکړې مهمې دي چې دا په راتلونکي نسلونو هم اغېز کوي."

د دوی په وینا د ځينو طالب مشرانو څرګندونې چې د زدکړو په اهمیت غږېږي لږ ډېرې خوشبینۍ پیدا کړي خو ټينګار یې کاوه چې خلک د عملي څه لېدو په تمه دي.

له سویډن ورا ها خوا د بلجیم مرکز بروکسل کې اعتراض کونکو پاکستان کې د مېشتو پښتنو او بلوڅانو سره روان چلند "د بشري حقونو ښکاره سرغړونه" بللې او په نړیواله ټوله یې غږ کړی چې د پاکستان پر دغې تګلارې سترګې پټې نه کړي.

په مالمو او بروکسل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالانو ویلي، دوی د پاکستان چلن پر وړاندې جنیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر او د اروپا بېلابېلو پارلمانونو ته هم شکایتونه ثبت کړي او په وینا یې په دې برخه کې به لا غږ جېګوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ډیسمبر میاشتې په څلورمه په چمن کې د پوليسو لخوا نیول شوی و.

نوموړی په زندان کې له لسو ورځو تېرولو وروسته د ډیسمبر په ۱۴مه محکمې ته وړاندې شو.

محکمې ته د وړاندې کېدو پر مهال له ښاغلي پښتین پوښتنه وشوه چې په زندان کې ورسره ظلم کېږي، نوموړي وویل "زه یې په ناجایزه بڼه نیولی یم، زیاتی راسره شوی او کېږي."

په داسې حال کې چې ځنځیرونه یې په لاس کې وه، هغه په لنډو ټکو وویل "که په اټوم بم هم کېنول شي، بیا به هم له خپلې داعیې پر شا نشي."

نوموړي په دغه مهال هم له خپلو پلویانو غوښتي وو، چې "مزاحمت ته دوام ورکړي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې چې پاکستاني پولیسو له ده وروسته پاکستان کې د دوی یو شمېر نور فعالان له ډلې یې فريد صافي ، رازق صافي ،نصرالله وزيرې ، اوسما مروت ، کامران وزير او محمد سلمان د پيښور پوليسو لخوا نیول شوي دي.

له دغو تازه نیولو ور ها خوا پاکستاني پولیسو له تېرو څه باندې پنځو میاشتو راهیسې د ګیلامن وزیر، عیدالرحمان او ذکیم تر څنګ یو شمېر نور فعالان هم بندي کړي دي.

په بلجیم او سوېډن کې د غورځنګ فعالانو د ځینو عیني شاهدانو په حواله ادعا کړي چې د پاکستاني پولیسو لخوا "د نیول شویو پښتنو سره ظلم کېږي او دوی په زندانونو کې شکنجه کیږي."

ګڼ شمېر بلوڅان چې په سختۍ د 'انصاف او عدالت غوښتنې په لټه' تر اسلام اباده رسېدلي، دا مهال په اسلام اباد کې له پولیسو سره لاس او ګرېوان دي. بلوڅ فعالان وايي، چې پاکستان پولیس تاوتریخوالی ورسره کړی دی.

په اسلام اباد کې پولیسو له ښځینه بلوڅ لاریونیانو سره "ناسم چلند" رد کړی او ادعا کوي‌ چې نیول شول ټول مظاهره چیان ازاد شو‌ي دي. دوی په دې اړه "ناسم مالومات" خپاره شوي دي.

د دغو لاریونوالو په ملاتړ کراچۍ کې هم زرګونو خلکو په اعتراض لاس پورې کړی دی.

ځینې رپوټونه وايي‌ چې ازاد شوي بلوڅان بېرته اسلام اباد کې پریس کلب مخکې ته د اعتراض په‌ ډول راټول شوي دي.‌ دوی وايي، خپل خپلوان یې له محکمو پرته زنداني‌ شوي‌ او یا تري تم دي او د پیدا کېدو غوښتنه یې کوي.