کابل کې د منځنۍ اسیا هېوادو له استازو سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو غونډه

د عکس سرچینه، Takal

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان پلازمېینه کابل د یکشنبې پر ورځ د منځنۍ اسیا هېوادونو له استازو سره د مشورتي خبرو اترو په پار د جوړې شوې غونډې کوربه و. په دې یوه ورځنۍ غونډه کې طالبانو حکومت له استازو علاوه د اوزبېکستان، قرغیزستان، ترکمنستان، تاجیکستان او قزاقستان ډېپلوماټانو ګډون درلود.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي غونډې ته په پرانېستونکې وینا کې وویل چې د دې ناستې موخه د "ډیپلوماتیکو همغږیو پیاوړتیا، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پراختیا او د سیمه‌ییزې هم‌پالنې لپاره د یوې هر اړخیزې لارې نقشې جوړول دي."

په سیمه او نړۍ کې روانو کړکېچونو ته په کتو د طالبانو حکومت په خپل نوښت دا غونډه مهمه بللې او ویلي یې دي چې موخه یې " تقابل پر ځای د همکاریو پر پراختیا ده".

ښاغلي متقي خپلې وینا کې تینګار وکړ چې د حکومت "بهرنی سیاست یې د توازن او اقتصادمحورۍ پر اصل ولاړ دی او په کې پر اسلامي ورورولي، ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوی او همکاري ټینګار کېږي."

نوموړي وویل د منځنۍ اسیا هېوادونه یې د حکومت په دغې تګلاره کې ځانګړی ځای لري او په ټکو یې په تېر ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه ۲.۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

کابل تمه لري چې په راتلونکو درې تر څلورو کلونو کې دا اندازه تر لسو میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.

طالبانو له له بیا واکمنۍ راهیسې د منځنۍ اسیا سره په پرلپسې ډول ښې اړیکې جوړې کړې په دې لړ کې له لومړي سره د تاجکستان ځینې اندیښنې وې خو په دې وروستیو کې دوشنبې هم کابل کې د طالبانو حکومت سره د اړیکو پر رغولو ټینګار کړی دی.

د کابل په کوربتوب وروستۍ ناسته کې نه یوازې د دغې هېواد سفیر ګډون کړی و بلکې دغې تاجکستاني ډيپلوماټ په کمساري ډول د طالبانو حکومت له امنیتي ځواکونو پر پوله د ښه امنیت له امله مننه هم کړې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د تاجکستاني دېپلومات سعدي شریفي له قوله لیکلي " ښاغلي شریفي د افغانستان امنیت او ورسره اړیکې د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بللی دی."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي زیاته کړه. چې " افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي د سیمه‌ییزې هم‌پالنې یوه بریالۍ ښه بېلګه جوړه کړي."

له پاکستان سره په سوله ییز ډول د شخړې پر حل ټینګار

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت

د عکس تشریح، د افغانستان او پاکستان تر منځ دا خبرې تېره اونۍ د چین په کوربتوب پیل شوې، ویل کېږي له کابل او اسلام اباده د ټېټې کچې خو تخنیکي پلاوو پکې برخه اخېستې ده.

کابل کې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر محور له دغې غونډې لږ ور ها خوا د افغانستان بل څنګلوري هېواد چین کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې د حل په موخه خبرې څلورمې ورځې ته غځېدلې.

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر د کابل غونډې ته په وینا کې دا خبرې لا هم روانې وبللې او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو حکومت استازو پکې "په رښتینولۍ او د حل‌لارې پر بنسټ ګډون کړی دی."

ښاغلي متقي یو ځل یا د خپل حکومت دریځ روښانه کړ او په ټکو یې "د افغانستان اسلامي امارت تل هڅه کړې چې ستونزې د تفاهم، خبرو اترو او د متقابل درناوي او تفاهم پر بنسټ حل کړي، خو د خپلې خاورې د بشپړتیا او د خپلو خلکو د دفاع حق هم خوندي ساتي."

د کابل په دې غونډه کې نورو لورو هم د خبرو له لارې د پاکستان او افغانستان تر منځ د رامنځته شوې کړکېچ پر حل ټینګار وکړ او میلمه ډيپلوماټانو د چین په کوربتوب له روانو خبرو هم ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ښې اړیکې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره هم له دې درکه چې سویلي اسیا ته رسیدلي وي مهمې دي خو د کابل او اسلام اباد خړو پړو اړیکو له تېر اکتوبر راهیسې د پاکستان او منځنۍ اسیا سوداګري هم اغېزمنه کړې ده.