پاکستان کې دین ته سپکاوی؛ یو محصل د وټس اپ پیغامونو له امله د مرګ په سزا محکوم شوی
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, احتشام شامي
- دنده, خبریال - ګوجرانواله
د پاکستان پنجاب یوې محکمې یوه ۲۲ کلن محصل ته له دې کبله د اعدام سزا ورکړې، چې د قاضي د پرېکړې له مخې د اسلام پیغمبر (ص) ته یې سپکاوی کړی، د مسلمانانو احساسات یې مجروح کړي او قرآن کریم ته یې سپکاوی کړی دی.
محکمې په همدې قضیه کې یوه بل ۱۷ کلن هلک د اعدام سزا له دې کبله په عمري زندان سزا بدله کړې، چې نابالغ دی.
د دې دواړو کسانو خلاف نژدې دوه کاله مخکې د پنجاب ایالت مرکز لاهور په یوه محکمه کې قضیه ثبت شوې وه، چې وروسته د ځايي عالي محکمې په امر ګوجرانواله سیمې محکمې ته ولېږدول شوه.
مذهب ته په سپکاوي تورن کسان او د دوی مدافع وکیلان وايي، ''د دروغو یوه قضیه پرې په لوی لاس تپل شوې ده.''
د مجرم بلل شوي محصل پلار چې پېژندګلوي یې نه ښوول کېږي، بي بي سي ته وویل، د پرېکړې پر ضد په لاهور عالي محکمه کې استناف غوښتنه کوي.
دی وايي، له دیني مدرسو یې فتواوې هم ورته راوړي، خو هېچا یې غږ نه دی اورېدلی: ''موږ بریلوي مسلکه سني مسلمانان یو. د کور پر دروازه مو د اسلام پیغمبر (ص) د عظمت کلیمات لیکلي دي، زوی مې له اته کلنۍ راهیسې د مولود شریف لپاره د چمتوالي لړ کې مډالونه او جائزې ګټلې دي، یو څوک دې راته ووايي، چې هغه څنګه د پیغمبر (ص) د سپکاوي خبره کولای شي؟ پر موږ یې دروغ قضیه تپلې ده، په هېڅ ځای کې مو هېچا خبره نه ده اورېدلې.''
د مجرم پېژندل شوي کس خلاف شکایت کوونکي کس بیا د پاکستان پلټنو ادارې انټرنېټي جرمونو څانګې ته شکایت کړی و، چې دین ته د سپکاوي په تړاو یې له دریو بېلابېلو موبایل ټیلیفونونو ویډیويي کلیپونه او تصویرونه استول شوي وو.
ایف ای اې پلټونکې ادارې وروسته وویل، د عریضه کوونکې کس موبایل ټیلیفون یې معاینه کړی او معلومه شوې، چې ''نامناسب مواد'' ورته استول شوي دي.
بل لور د دې قضیې په تړاو د ګوجرانواله سیمې د قاضي ظفریاب چدهړ په پرېکړه کې ویل شوي، چې مرکزي مجرم پېژندل شوي کس داسې ویډیو ثبت کړې، چې د مسلمانانو احساسات یې مجروح کړي او د اسلام پیغمبر ته یې سپکاوی کړی، چې د قانون د ۲۹۵ مادې له مخې د اعدام سزا ورکول کېږي.
په پرېکړه دغه راز ویل شوي، چې د قانون له مخې دې کس ته د پنځه کاله زندان سزا، او د قانون یوې بلې مادې له مخې د اسلام پیغمبر د ازاوج مطهرات په هکله د نامناسبو خبرو له کبله د درې کاله زندان سزا هم ورکول کېږي او تورن کس کولای شي په یوه اونۍ کې دننه د دې پرېکړې خلاف استناف غوښتنه وکړي.
د محکمې په پرېکړه کې ویل شوي، چې د قضیې په تړاو پلټنو کې ثابته شوه، چې یوه تورن کس ویډیويي کلیپونه ثبت کول او بل ملګري یې پر انټرنېټ خپرول.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته