امریکايي ځواکونو لخوا د ایران د کارګو بېړۍ د نیول کېدو شېبه

د ویډیو تشریح، امریکايي ځواکونو لخوا د ایران د کارګو بېړۍ د نیول کېدو شېبه
امریکايي ځواکونو لخوا د ایران د کارګو بېړۍ د نیول کېدو شېبه

د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ سېنټکام د ایران د کارګو بېړۍ 'توسکا' د نیولو ویډیو خپره کړې ده.

سېنټکام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ځواکونه یې له چورلکې د رسۍ په وسیله دې ایرانۍ بېړۍ کې کښته شول.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو تر ټولو لوړې عملیاتي قومندانۍ - خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه - دا ګام "وسله‌واله سمندري داړه‌ماري" بللې او وايي غچ به یې واخلي.

هممهاله ځینو ایراني رسنیو رپوټ ورکړی، د دغه هېواد ځواکونو د عمان په خلیج کې د امریکا پر پوځي بېړیو د ډرون بریدونه کړي.

په دغو بریدونو کې د اوښتي زیان څه راپور نشته.

دغو اقداماتو د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د دوام په اړه اندېښنې پیدا کړې دي.