کینیا کې یو چینايي سړی د مېږیانو د قاچاق په تور زنداني شوی

د ویډیو تشریح، کینیا کې یو چینی سړی د ژوندیو مېږیانو د قاچاق په تور زنداني شوی
کینیا کې یو چینايي سړی د مېږیانو د قاچاق په تور زنداني شوی

د کینیا پلازمېنه نایروبي کې یو سړی په دې جرم پر یو کال زندان او ۸۰۰۰

ډالر جریمې محکوم شوی، چې چین ته یې د څه باندې ۲۰۰۰ ژوندیو مېږیانو د قاچاق هڅه

کوله.

دغه کوین‌ګارډن (د ملکې بڼ) مېږي د هغه بکس کې موندل شوي.

د مېږیانو دا ډول په اسیا او اروپا کې ډېر مینوال لري او د کلېکسونونو

خاوندان یې هر مېږی په تر ۲۲۰ ډالرو پېري.

دغه نسبتآ لوی دانه راټلوونکي (هاروېسټر) مېږیان سور رنګ لري.

یوه القاح شوې ملکه یې کولی شي، د میږیو بشپړه کالونۍ جوړه

او د لسیزو لپاره ژوند وکړي.