"بډای شوي یورانیم راته د خپلې خاورې هومره اهمیت لري"

د ویډیو تشریح، "بډای شوي یورانیم راته د خپلې خاورې هومره اهمیت لري"
"بډای شوي یورانیم راته د خپلې خاورې هومره اهمیت لري"

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي‌ دوی ته بډای شوي‌ یورانیم د خپلې خاورې په اندازه اهمیت لري او دا چې هېچېرته به ونه لېږدول شي.

هغه د ایران له دولتي‌ تلویزیون سره په خبرو کې زیاته کړې چې په دې تړاو له امریکايي لوري سره هېڅ خبرې نه دي شوې.

ورمخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ رویټرز خبري‌ اژانس ته ویلي و چې د دوی به له ایران بډای شوي یورانیم وباسي.‌

دا په داسې حال کې ده چې ایراني ځواکونو نن هرمز تنګی بېرته وتاړه او د رپوټونو له مخې پر ورنږدې کېدونکو بېړیو ډزې هم شوې دي.