ترکیه څنګه د ایران "د جګړې له اوره" د ځان ساتلو هڅه کوي؟

    • Author, ازرا جیلان
    • دنده, د بي‌بي‌سي مونېټورېنګ څانګه
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې ترکیې د دې جګړې په اړه یو محتاط دریځ غوره کړی دی.

ترکي چارواکو که څه هم خبرداری ورکړی چې ښايي دا جګړه وغځېږي خو تر اوسه یې نه واشنګټن او نه هم تهران په مستقیم ډول ملامت کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۸ پر ایران د امریکا او اسرائیل د بریدونو له پیل وروسته په خپله لومړۍ اعلامیه کې له "ټولو خواوو" وغوښتل چې "بریدونه سم‌لاسي و دروي" او وې ویل چې انقره په دې برخه کې منځګړیتوب ته چمتو ده.

ترکیه لا هم پر همدغه دریځ ولاړه پاتې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روانې اپرېل میاشتې پر لومړۍ نېټه وویل، "زموږ لومړیتوب دا دی چې هېواد مو له کوم زیان پرته له دغه پړاوه تېر شي. موږ هوډمن یو چې ترکیه له دې اوره لرې وساتو".

له رسمي څرګندونو او د رسنیو له رپوټونو داسې برېښي چې که جګړه دوام کوي نو انقره به کوښښ وکړي چې پر خپل دغه متوازن دریځ ولاړه پاتې شي او ځان د جګړې له احتمالي سختو پایلو خوندي او لرې وساتي.

د انقرې دریځ څه دی؟

ترکي چارواکو د ایران په جګړه کې خپله ښکېلتیا یوازې د منځګړیتوب تر بریده ساتلې، پر همدغه دريځ ټینګار کوي او غواړي چې په دې توګه داهېواد د "جګړې له اوره" لرې وساتي.

کله چې له ایرانه توغول شوی څلورم بالیستیک توغندی د ترکیې په هوايي حریم کې شنډ او وچوول شو نو وروسته یې په اړه د ترکیې دفاع وزارت وویل چې "ټول اړین ګامونه د اخیستل کېدو په حال کې دي".

ترکي ولسمشر اردوغان د مارچ پر ۲۵ وویل، "موږ به په هغه لومه/دام کې و نه نښلو چې ځينې غواړي پکې ښکېل مو کړي. دا وضعیت به په پام‌لرنې، د لرلید په سنجولو او ارامۍ سره داسې مدیریت کړو چې د ورورولۍ او ګاونډيتوب اصول به پکې په پام کې نیول شوي وي."

ښاغلي اردوغان په یوه بله وینا کې ټينګار وکړ چې ترکیه "به هېڅکله هم شاوخوا روانې جګړييزې فضا ته تسلیم نه شي او خپله بهرنۍ تګلاره به سوله‌ييزه وساتي."

انقرې له خپلو ایرانيو او امریکاييو سیالانو سره اړیکې خوندي ساتلې دي خو ترکي چارواکو او دولتي رسنیو یې د هغه څه په هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي چې دوی یې "د سولې ډېپلوماسي" بولي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۸ وویل چې هېواد یې د جګړې د ژر پای ته رسېدو لپاره "د لوړې کچې خبرې اترې" روانې ساتلې دي.

د ترکي ورځپاڼې حریت مشهور لیکوال او دولت ته نږدې کس عبدالقادر سلوي د مارچ پر ۳۰ په خپله لیکنه کې ویلي چې ترکیه "په منځني ختيځ کې د ایران او خلیجي هېوادونو ترمنځ د یوې لویې جګړې د مخنیوي لپاره لاس‌په‌کار شوې ده" او د ایران له بریدونو وروسته یې له خلیجي هېوادونو غوښتي چې تاوتریخوالی زیات نه کړي.

د ترکیې کومې ګټې له خطر سره مخ دي؟

په روانه جګړه کې د ترکیې دا احتیاط له دې کبله دی چې دغه هېواد غواړي خپل کورنۍ امنیت او له دواړو ښکېلو خواوو یعني ایران او امریکا سره اړیکې روغې وساتي.

ترکیه له ایران سره اوږده پوله لري او همدې موضوع په ترکي رسنیو کې دا پوښتنه راپورته کړې چې دا جګړه خو به د دې لامل نه کېږي چې ترکیې ته د کډوالو نوې څپه ور څپ وهي؟ خو داسې برېښي چې لږترلږه د اوس لپاره د داسې یوې څپې مخه نیول شوې ده.

شنونکي خبرداری ورکوي چې روانه جګړه ښايي د اسرائیل سیمه‌ییز نفوذ پراخ کړي او کېدای شي په پای کې اسرائیل له ترکیې سره تقابل ته ورنږدې کړي.

اردوغان تل اسرائیل د جګړو اصلي عامل بللی خو پر امریکا یې په دې برخه کې مستقیمه نیوکه نه ده کړې.

هغه د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپله وینا کې د اسرائیل حکومت "د دې ناقانونه جګړې اصلي مسؤل" وباله او ویې ویل چې دا د بنیامین نتانیاهو د "سیاسي عمر" د اوږدولو لپاره روانه ده.

په همدې هکله د ترکیې حکومت ته نږدې شنونکي تر ډېره په دې نظر دي چې امریکا په اصل کې اسرائیلو دې جګړې ته راښکلې ده. خو په ترکي رسنیو کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ضد نیوکې په زیاتېدو دي.

له دې سره سره چې د انقرې او واشنګټن اړیکې پر نري تار تړلې ښکاري خو د اردوغان او ټرمپ ترمنځ اړیکې تودې بلل کېږي.

ترکیه لا هم هڅه کوي چې له امریکا سره د اېف-۳۵ جنګي الوتکو پروګرام ته بېرته ورستنه شي او د "کاتسا" بندیزونه ترې لرې کړل شي. د "کاتسا" په نوم دغه بندیزونه پر ترکیې له روسیې د اېس-۴۰۰ دفاعي سیسټم د اخیستلو له کبله د امریکا له لوري لګول شوي دي.

شنونکي او خلک څه وایي؟

ترکي شنونکي له بېلابېلو سیاسي اړخونو د دغه هېواد د حکومتي دريځ ملاتړ کوي.

ترکی خبریال مراد یتکین وايي چې د اردوغان حکومت "د بریدونو په غندلو خو [په جګړه کې له ښکېلو] غاړو سره د اړیکو په ساتلو او له جګړې د لرې پاتې کېدو" له لارې یوه ریښتینې سیاسي تګلاره غوره کړې ده.

ښاغلي یتکین تر دې مخکې لیکلي وو، "د ترکیې ګټه په دې کې ده چې متوازن سیاست غوره کړي، پر خپلې ملي بقا پام ورټول کړي او په دې جګړه کې له ښکېلتیا ډډه وکړي".

د ترکۍ ورځپاڼې صباح لیکوال نبي میش بیا وايي چې ترکیه غواړي "خپله سراتيژيکه خپلواکي، ډېپلوماتیک مانور او د توازن ساتلو وړتیا" وساتي.

د ترکي حکومت د مخالف محافظه‌کار خوځښت غړی او د کارار ورځپاڼې لیکوال منصور اکګون وايي چې ترکیې ته د خپل امنیتي خوندیتوب د ساتلو لپاره "په سیمه کې دننه او بهر د متحدانو لرل" ډېر ارزښت لري. د ده په وینا، دغه هېواد اړ دی چې په امریکا کې د ټرمپ له ادارې، له مصر، پاکستان او همداراز له روسیې او چین سره خپلې اړیکې وساتي.

داسې برېښي چې په ترکیه کې عام فکر هم د حکومت د دغه محتاط دریځه ملاتړ کوي.

د مېټروپل په نوم د عامه افکارو د څېړنې او معلومونې یوه بنسټ مشر اوزر سنجار د تېرې مارچ میاشتې پر ۲۸ پرخپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې په دې میاشت کې په ترسره کړې نظرپوښتنه کې څه باندې ۶۸ سلنه ګډونوالو ویلي چې ترکیه باید د ایران او امریکا او سرائیل جګړه کې "بې‌پرې/بې‌طرفه پاتې شي".

په همدې سروې کې بیا ۲۲.۶ سلنه ګډونوالو ویلي چې ترکیه باید د ایران ملاتړ وکړي خو یوازې ۲.۱ فیصد پوښتل شوو کسانو ویلي چې هېواد یې باید د امریکا او اسرائیل ملاتړ وکړي.