کینیا کې یو چینايي سړی د مېږیانو د قاچاق په تور زنداني شوی
یو چینی سړی له دې کبله په کینیا کې پر یو کال زندان محکوم شوی، چې له دغه هېواده یې د زرګونو ژوندیو کوینګارډن میږیو د قاچاق هڅه کوله.
په نایروبي کې یوې محکمې د ژانګ کېقون په نوم دغه سړی د چارشنبې پر ورځ یو میلیون کینیايي شیلینګ (نږدې ۸۰۰۰ ډالر) جریمه کړی هم دی.
قاضۍ هغه داسې کس وباله چې رښتیا یې نه ویل او پر کړي کار یې هېڅ پښېمانتیا هم نه ده ښودلې.
تېره میاشت تر هغې وروسته چې چین ته د ستنېدو پر مهال د نایروبي په نړیوال هوايي ډګر کې د پلټنې پر مهال د نوموړي بکس کې له ۲۰۰۰ ډېر کوینګارډان (د ملکې بڼ) میږي ونیول شول، نو هغه د میږیو د دغه ځنګلي ډول په ناقانونه کاروبار تورن شوی و.
د کینیا چارواکو خبرداری ورکړی چې په اروپا او اسیا کې د میږیود دغه ډول تقاضا او لېوالتیا په زیاتېدو ده او دا چې د کلېکسونونو خاوندان ډېر ارزښت ورکوي.
ویل کېږي هر کوین ګارډن مېږی په تر ۲۲۰ ډالرو پلورل کېږي.
د عکس سرچینه، Getty Images
دا چې هوايي ډګرونو کې د پلټنې لګول شوي سکنرونه عمومآ عضوي توکي نه تشخیصوي، دې کار د دغو مېږیو قاچاق اسانه کړی دی.
قاضۍ ګیچوبي وویل: "د ګڼ شمېر کوینګارډن میږیو د ناقانونه سوداګرۍ پېښې زیاتې شوې او دغه کار منفي ایکولوژیکي اغېزې لري".
نوموړي زیاته کړه "یوې سختې سزا ته اړتیا شته" چې د دغه قاچاق مخه ونیولی شي.
هغې زیاته کړه چې ژانګ به د ورکړ شوي یو کلن بند له تېرولو وروسته "خپل هېواد ته ولېږل شي".
دغه چینی سړی د استیناف غوښتنې لپاره ۱۴ ورځې وخت لري، او وکیل ویلي چې دا کار به وکړي.
ژانګ پیل کې پر نوموړي د ژوندیو ځنګلي مېږیانو د کاروبار په ګډون د لګول شویو تورونو له منلو انکار کاوه، خو وروسته یې درېځ بدل کړ او جرم یې ومانه.
دغه نسبتآ لوی دانه راټلوونکي (هاروېسټر) مېږیان سور رنګ لري.
یوه القاح شوې ملکه یې کولی شي، د میږیو بشپړه کالونۍ جوړه او د لسیزو لپاره ژوند وکړي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د مارچ لسمه د نایروبي په نړیوال هوايي ډکر کې تر نیول کېدو وروسته په محکمه کې ویل شوي وو، چې هغه دغه میږي له کینیايي چارلز موانګي اخیستي او هغه ته یې د هرو سلو مېږیو بدل کې شاوخوا ۷۷ ډالر ورکړي.
موانګي هم تورن شوی خو دمګړۍ په ضمانت ازاد دی.
د تېر کال په می میاشت کې هم دوه بېلجیمي، یو ویتنامی او یو کینیایی وګړی له دغه هېواده د زرګونو ژوندیو کوینګارډن مېږیو د قاچاق د هڅې په تور پر یو کال زندان یا د ۷۷۰۰ ډالرو جریمې پر ورکړه محکوم شوي وو.
هغه مهال ویل شوي وو چې دغه مېږي په اسیا او اروپا کې د کلېکسونونو خاوندانو ته لېږدول کېدل.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته