اسلام‌اباد: افغانستان کې مو ملکیان نه دي په نښه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عطاءالله تارړ - د پاکستان د مرکزي حکومت د اطلاعاتو او نشراتو وزیر
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

اسلام اباد د طالبانو د حکومت هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د پاکستان په بریدونو کې له ۷۶۰ څخه زیات ملکي افغانان وژل شوي دي.

پاکستان د طالبانو حکومت لخوا د یکشنبې پر ورځ له رسنیو سره شریک شوي مالومات او شمېرې "ناسمې او بې‌ بنسټه" بللې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ادعا کوي چې د دوی ځواکونو یوازې هغه "ځانګړي اهداف په نښه کړي دي چې له ترهګرو ډلو سره تړاو لري".

دغه وزارت زیاته کړې چې "د دقیقو هوايي بریدونو" جزئیات، لکه د مورچلو ویجاړول او نیول، د پوځی تجهیزاتو له منځه وړل، او د افغان طالبانو د ځواکونو او نورووسله والو د وژل شویو او ټپیانو شمېر، په منظم ډول خپرېږي، او د دغو بریدونو انځورونه هم د ارزونې لپاره موجود دي.

دغه وزارت د پاکستان په بریدونو کې د اوښتې مرګژوبلې او زیانونو هغه جدول چې د طالبانو حکومت له لوري وړاندې شوی، بې بنسټه بللی دی.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت تېره ورځ ویلي و چې د فبرورۍ له ۲۲مې څخه د اپرېل تر ۴مې پورې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې "۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي".

خو پاکستان برعکس ادعا کوي چې په دې موده کې یې د طالبانو نږدې ۸۰۰ جنګیالي او نور وسله‌وال وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د بشري حقونو ډلو هم د پاکستان په بېلابېلو بریدونو کې ملکي افغانانو ته د مرګژوبلې اوښتلو پېښې مستندې کړې او د هغو پخلی یې کړی دی.

په دې کې تر ټولو خونړی برید د تېرې روژې میاشتې په وروستیو کې کابل کې د روږدو د درملنې پر یوه روغتون و چې د ملګرو ملتونو په وینا تر ۱۴۰ ډېر ناروغان پکې ووژل شول.

د بي‌بي‌سي‌ لخوا د طالبانو د حکومت له ویاند او دفاع وزارت سره د پاکستان د دغو ادعاوو په اړه نیول شوې اړیکې ته تر اوسه ځواب نه دی ورکړ شوی.

په کابل کی د بي‌بي‌سي خبریال ببرک احساس وایي چې کابل او اسلام‌اباد په داسې وخت کې دا ادعا کوي چې د دواړو خواوو ترمنځ په چین کې خبرې هم روانې دي.

دا ادعاوې په داسې حال کې تبادله کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې چې په تېره اکتوبر میاشت کې پیل شوې، لا هم دوام لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د «غضب للحق» عملیات د کوچنی اختر په مناسبت او د اسلامي هېوادونو په غوښتنه له لنډ مهالي ځنډ وروسته بیا پیل شوي دي.

د عکس سرچینه، X/Trar

د عکس تشریح، د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاءالله‌ تارړ لیکلي چې د دوی عملیاتو کې ۷۹۶ افغان او پاکستاني طالبان وژل شوي

په همدې حال کې، د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت اړوند د ۲۰۳ قول اردو ویلي چې د دوی ځواکونو یکشنبه خوست ولایت سره پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر یوې سرحدي پوستې برید کړی دی.

د طالبانو حکومت اړونده خبری رسنۍ ادعا کوي چې "د طالبانو په ډزو کې یو شمېر پاکستاني سرتېري وژل شوي دي".

د ۲۰۳ قول اردو ویاند عبدالحق فدا ادعا کړې چې په دې نښته کې د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته له منځه وړل شوې او د یو پاکستاني سرتېري مړی د طالبانو د ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

پاکستان تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ نښتې دوام لري، د چین په مشرۍ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې هم روانې دي.