ډېره‌اسماعیل کې په یوه برید کې ۱۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي؛ مسوولیت یې ټي‌ټي‌پي‌‌ منلی

    • Author, راصد ځواک
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې تېره شپه د پاکستان امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کې لږترلږه ۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

رویټرز خبري ‌اژانس د پولیسو د درېیو جګپوړو سرچینو په حواله د دغه برید پخلی کړی چې ویلي یې دي،‌ ګڼ شمېر وسله‌والو پکې برخه اخیستې وه.‌

دغو سرچینو چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم نه خپرېدو په شرط خبرې کولې ویلي،‌ وژل شوي‌ د سرحدي‌ ځواکونو سرتېري‌ دي.‌

مخکې ځینو سرچینو ویلي و دا برید د سرحدي ‌پولیسو 'زام چک‌پوست' ته نږدې له درابن څخه درازنده سیمې ته د امنیتي‌ ځواکونو پر روان کاروان شوی دی.‌

دا سړک خیبرپښتونخوا د بلوچستان له ژوب ښار سره تړي.

رویټرز وايي، د دغه برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک "ټي‌ټي‌پي" منلی دی.‌

د خیبرپښتونخوا مشر وزیر علي‌امین ګنډاپور په یوه بیان کې دا برید غندلی دی. خو هغه د اوښتې‌ مرګژوبلې شمېر نه دی روښانه کړی.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر "ای‌اېس‌پي‌ار" تر اوسه پر خپله ویب‌پاڼه او خواله رسنیو د دې پېښې څه یادونه نه ده کړې.

خو ای‌ایس‌پي‌ار تېره ورځ یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې د اکتوبر د ۲۳مې او ۲۴مې ترمنځ پر شپه باجوړ کې د استخباراتي مالوماتو له مخې عملیات کړي او د دوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون یې ۹ وسله‌وال وژلي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په وژل شویو کې د سید محمد (استاد قریشي) په نوم د وسله‌والو یو قوماندان هم دی.

ټي‌ټي‌پي‌ هم په خپله اعلامیه کې ویلي، چې دا برید یې د 'استاد قریشي' د وژل کېدو په غچ کې کړی.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، په درازنده سیمه کې د تېرې شپې د دغه برید ځای ته ګڼ شمېر پولیس او نور امنیتي ځواکونه استول شوي او څېړنې روانې‌ دي.

ویل کېږي‌ په دې پېښه کې وژل شوي او ټپي سرتېري د ډېره اسماعیل خان پوځي روغتون ته لېږدول شوي.

'دې خیبر کورنیکلز' په نوم اېکس پاڼې چې د خیبر پښتونخوا د ژورنالیستانو یوه ډله یې چلوي، د اتو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی.

دې پاڼې په برید کې د وژل شویو سرتېرو نومونه هم لیکلي.

د یادونې ده چې ډېره اسماعیل خان کې پخوا هم د پاکستان پر امنیتي ځواکونو ګڼ خونړي بریدونه شوي.

د تېر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۱۲مه دغلته د پولیسو پر یوه چاوڼۍ په موټربم او وسله‌وال برید کې ۲۳ سرتېري وژل شوي وو.

په دې چاوڼۍ کې د پاکستان پوځ سرتېري هم مېشت وو.

د هغه برید مسوولیت د 'تحریک جهاد پاکستان' په نوم د ټي‌ټي‌پي یوې همکارې ډلې منلی و.