'افغانستان کې له ککړې هوا راټوکېدونکې ناروغۍ د ماشومانو د مړینې لامل دي'
د عکس سرچینه، @UNICEFAfg
په افغانستان کې د تنفسي ناروغیو له امله له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو له ۴۰ سلنې زیاتې مړینې د هوا له ککړتیا سره تړلې دي.
دا خبره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي او ویلي یې دي چې ماشومان د لویانو پرتله ډېره هوا تنفس کوي چې په پایله کې یې د ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو اخته کېږي او په دې توګه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دا تازه شمېره ده چې یونيسف د هوا د ککړتیا له امله افغانستان کې د ماشومانو د مړینې په اړه خپره کړې ده.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې شوې یوې سروې موندلې وه چې په افغانستان کې څه باندې ۳۷ زره کسان د هوا د ککړتیا له امله پیدا کېدونکو ناروغیو نه مري چې دا په کال کې د ټولو مړینو څه باندې ۱۴ سلنه کېږي.
موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت د چارواکو نظر هم واخلو خو هغوی په دې تړاو زموږ غوښتنه ځواب نه کړه.
د کلیوالو سیمو پرتله د افغانستان په ښاري سیمو کې هوا ډېره ککړه بلل کېږي او یو لوی لامل یې د موټرو ډېروالی دی.
د عکس سرچینه، Getty Images
د معلوماتو له مخې، هر کال په سلګونه میلیونه افغانۍ د هغو ناروغانو په درملنه لګول کېږي چې د هوا د ککړتیا له امله په تنفسي او نورو ناروغیو اخته کېږي.
د چاپېریال ساتنې د برخې کارپوهان وايي که له اړتیا پرته موټر ونه چلول شي، موټر په ښه وضعیت کې وساتل، کثافات ونه سوځول شي او ډېر ونې کینول شي د هوا ککړتیا د پام تر کچې کمېدای شي.
کارپوهان وايي که د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره همدا اوس اقدام ونه شي، نو ښايي د ښاريي سیمو له پراخیدو او نفوس له ډېریدو سره د هوا ککړتیا داسې کچې ته ورسېږي چې مخنیوی به یې لا ډېر ګران شي.
د هوا ککړتیا په ټوله نړۍ کې یوه لویه ننګونه بلل کېږي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندو یونیسف په نړۍ کې د هوا د ککړتیا په اړه د شوې یوې څیړنې رپوت هم خپور کړی چې په کې ویل شوي په ۲۰۲۱ کال کې اته اعشاریه یو میلیون وګړي په نړۍ کې د هوا له ککړتیا سره تړلو ناروغیو له امله مړه شوي چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان هم په کې شامل دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته