هوايي‌ ډزو د فهیمې د خوښۍ شپه په غم بدله کړه

فهیمه د پېښور  بورډ بازار ته نژدې کلي کې د کرايي په يوه کور کې ژوند کوي.
د عکس تشریح، فهیمه د پېښور بورډ بازار ته نژدې کلي کې د کرايي په يوه کور کې ژوند کوي.

دوه کاله وړاندې د کوچني اختر شپه وه، افغان ماشومې فهيمې په لاسونو نکریزې لګولې چې په هوايي مرمې په سر ولګېده. دغې مرمۍ د څوارلس کلنې فهيمې یو لاس او پښه سخت ټپیان کړل، نوموړې چې د ښوونځي زده کوونکې ده حوصله ونه بایلله او خپل تعليم ته يې دوام ورکړ.

خو د فهيمې هغه شپه نه هېرېږي چې پر سر په مرمۍ لګېدو سره یې ناڅاپه ټول کالي په وينو لت پت شول.

فهيمې بي بي سي ته وويل: ''د اختر شپه وه، ما په لاسونو نکریزې وهلې چې په مرمۍ ولګېدم، لاس او پښې مې ورسره کار پرېښود. ډاکټران وايي دلته دې درملنه نه کېږي او د علاج لپاره باید بهر ته ولاړه شې''.

د افغان زده کوونکې د ټولګيوالې هم نوموړې ستايي او هغه ورځې يادوي چې هغې به ورسره په ښونځي کې د زده کړو ترڅنګ ټوکې ټکالې کولې.

د ۱۴ کلنې افغان زده کونکې د ټولګې يوه ملګرې عايشه وايي: ''فهيمه په زده کړو کې تکړه وه، هغه به په وخت ښونځي ته راتله او له دوی سره به یې لوبې هم کولې، دوی ته هغه ورځې ېادېږي او د خپګان احساس کوي''.

فهيمه چې په زده کړو کې به اکثره وخت اول نومره وه، په مرمۍ له لګېدو روسته اوس هم په سبق کې هماغسې تکړه ده. د زده کونکو ترڅنګ ښونکي هم د هغې د درملنې غوښتنه کوي.

پېښور کې زموږ همکار رحمن الله د فهیمې کور ته ورغلی او د زړه خواله یې ورسره کړي دي
د عکس تشریح، پېښور کې زموږ همکار رحمن الله د فهیمې کور ته ورغلی او د زړه خواله یې ورسره کړي دي
فهيمه
د عکس تشریح، فهيمه چې په زده کړو کې به اکثره وخت اول نومر وه، په مرمۍ له لګېدو روسته اوس هم په سبق کې هاغسې تکړه ده.

د نوموړې يو ښوونکی افتخار احمد وايي: ''په زده کړو او په ښونځي کې به چې نور کوم پروګرامونو کېدل، لومړۍ جايزه به هم فهیمې ګټله. د اکثرو ښونکو د دغې افغان زده کونکې استعداد ستایه. له دغې پېښې وروسته ورسره د ښونکو خواخوږي نوره هم زیاته شوې''.

فهيمه د هوايي ډزو کوونکو خلکو لپاره یو پیغام لري: ''خلک دې خوشالۍ لمانځي، خو هوایي ډزې دې نه کوي؛ ځکه چې دغه کار زما په څېر د نورو ژوند خرابولی شي''.

فهیمه د پېښور بورډ بازار ته نژدې کلي کې د کرايي په يوه کور کې ژوند کوي. د هغې پلار مزدوري کوي او په کور کې یې مور چې خپلې ماشومې لور ته ګوري نو د خپلې بې وسۍ احساس ورته کېږي ځکه دوی دومره پېسې نه لري چې د خپلې ماشومې درملنه وکړي.

د افغان زده کوونکې د ټولګيوالې هم نوموړې ستايي او هغه ورځې يادوي چې هغې به ورسره په ښونځي کې د زده کړو ترڅنګ  ټوکې ټکالې کولې.
د عکس تشریح، د افغان زده کوونکې د ټولګيوالې هم نوموړې ستايي او هغه ورځې يادوي چې هغې به ورسره په ښونځي کې د زده کړو ترڅنګ ټوکې ټکالې کولې.
عايشه
د عکس تشریح، د ۱۴ کلنې فهیمې یوه ټولګیواله عايشه وايي: ''فهيمه په زده کړو کې تکړه وه، هغه به په وخت ښونځي ته راتله او له دوی سره به یې لوبې هم کولې، دوی ته هغه ورځې ېادېږي او د خپګان احساس کوي''.

د فهيمې مور بي بي سي ته وویل دوی پخوا د افغانستان د ننګرهار ولایت نه راغلي. هغه زياتوي دوی وس نه لري چې د خپلې لور درملنه وکړي. د فهيمې پلار وايي د خپلې لور د درملنې لپاره د خپل وجود غوښې پلورلو ته اړ شوی دی.

د فهېمې مور د پاکستان او افغانستان حکومتونو نه وغوښتل چې د لور درملنه کې ورسره مرسته وکړي.

افتخار احمد
د عکس تشریح، د فهیمې يو ښوونکی افتخار احمد وايي: ''په زده کړو او په ښونځي کې به چې نور کوم پروګرامونو کېدل، لومړۍ جايزه به هم فهېمې ګټله''.

فهېمه اوس په دې هم خواشېنې ده چې د کور په کار کې د خپلې مور مرسته نشي کولی او نه هم د پخوا په شان خپلې کوچنۍ خویندې او وروڼه سمبالولی شي.

د خوښۍ پرمهال د هوايي ډزو ناسم دود د فهيمې په ژوند کې د تیارو پیغام راوړي و، خو د فهیمې لوړه حوصله د نورو لپاره یوه بېلګه ده.

فهيمه
د عکس تشریح، فهيمه چې په زده کړو کې به اکثره وخت اول نومره وه