غزني کې د پخواني او نوي ښاروال پرسر مخالفتونه لا هم روان دي

له شاوخوا اوو ورځو راهیسې په غزني کې په زرګونو تنه ښاریان یا په خیمو کې په پلتۍ وهلو سره او یاهم د لاریونونو په کولو سره خپلې غوښتنې وړاندې کوي.
د غزني ښاریان وايي، دوی ته دې بیرته زوړ ښار راولېږل شي او یا که هغه نه وي نو داسې څوک دې د غزني د ښاروال په توګه مقرر شي چې د غزني ښار اوسېدونکی وي.
د دوی شمېر چې زرګونو تنو ته رسېده په کلکه یې له مرکزي دولته غوښتنه کوله چې د غزني پخوانی ښاروال فریدون احمدي دې له دندې څخه نه ګوښه کوي.
هغوی وايي که ښاروال د غزني د ښار له خلکو ونه ټاکل شي نو دوی به خپل لاریون ته ادامه ورکوي او نوی ښار وال به هم دندې ته پرې نه ږدي.
د ولایتي شورا منشي حمیدالله سروري چې یو له دغو تحصن کوونکو څخه دی، وايي موږ دویم ځل ځکه خپلو تظاهراتو ته دوام ورکړ چې له دوی سره د غزني والي په داسې حال کې له اعتراض کوونکو سره ژمنه کړي وه چې د حکومت اجراییه ریاست هم په دې اړه ورسره خبرې کړې وي او د غزني والي ورته ویلې و چې په دریو ورځو کې به دغې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي او نوی ښاروال نصیر احمد لیلیزی به هم نه معرفي کیږي خو دا ژمنه يې ماته کړه.
له بلې خوا، د غزني د یوشمېر نورو سیمو شاوخوا دوو زرو اوسېدونکو بیا د لاریونونو په کولو سره له سیمه ایزو چارواکو وغوښتل چې د ولسمشر فرمان دې عملي او نوي ښار وال ته دې د کار کولو زمینه برابره شي.
عبدالرؤف چې د نوي ښاروال په ملاتړ يې په لاریون کې برخه لرله او د کابل - کندهار لویه لاره یې هم د څو ساعتونو لپاره تړلي وه، وویل: ''موږ د قانون پلي کېدل غواړو او د ولسمشر د فرمان د منلو غوښتونکو یو. نن مو لاره بنده کړې بیا یې هم بندوو''.
که څه هم نوی ښاروال دوه ورځې وړاندې د ولایتي چارواکو له لوري معرفی شو خو اوس يې پر وړاندې اعتراضونه روان دي.

نژدې لس ورځې وړاندې نصير احمد لليزى د غزني د نوي ښاروال په توګه وګومارل شو. په عین حال کې د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم اميري بیا وايي که څه هم لاريون کوونکو له څو ساعتونو راهيسې د کابل- کندهار لويه لار تړلې ده سره له دې چې لاريون سوله ييز دى خو لويه لاره بايد د خلکو پرمخ پرانيستل شي.
باید یادونه وشي چې ددغو تظاهراتو او لاریونونو له امله د غزني ښار زیاتره هټۍ تړلې او له اقتصادي پلوه خلکو په تېره بیا سوداګرو ته په میلیونونو افغانیو زیان رسېدلی دی.



















