طالبان: افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه اندېښنه بې ځایه ده
د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د یو شمېر نړیوالو مشرانو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنې بېځایه دي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷مه ناسته کې د امریکا او پاکستان په شمول ځینو هېوادونو د افغانستان په اړه اندېښنه وښودله، چې ګواکې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر موجود دی."
طالبان وايي، دا اندېښنې ځکه ردوي چې "پر ناسمو معلوماتو او سرچینو ولاړې دي" او خپل موقف نړیوالو ته واضح کوي چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د چا پرضد ونه کارول شي او نه فعلا دلته کوم وسلهوال ګروپ موجود دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله فېسبوک پاڼه د شهباز شريف څرګندونې "ناسمې او له واقعيته لېرې" بللې دي.
نوموړي ليکلي، "افغانستان د تروريزم قرباني دی او د تروريستي ډلو ځالې له لسیزو راهيسې تر ننه پورې په پاکستان کې دي او د پاکستان د حکومت تر مستقيم حمايت لاندې له هغه ځايه د افغانستان په خلاف استعمالېږي."
طالبان وايي، دا اندېښنې په داسې حال کې ښودل کېږي چې تر اوسه دغو لوریو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ چې د افغان حکومت حقوقي او سیاسي حق دی، دوی ته (طالبانو ته) نه ده ورکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، نړیوالې دې د بې بنسټه اندېښنو او تورونو پر ځای د طالبانو له حکومت سره مثبت تعامل وکړي او مخامخ دې خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.
په ورته مهال، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ځینې مغرضې کړۍ قصداً غواړي چې افغانستان یو ترهګر هېواد معرفي کړي.
امیر خان متقي کابل کې یوې غونډې ته وینا کې ادعا وکړه چې د طالبانو د حکومت په راتلو سره مثالي امنیت تامین شوی دی، خو د یادونې ده چې د "اسلامي دولت" نومې (داعش) په څېر ډلو په تېر یوه کال کې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي دي.
که څه هم افغان طالبان د افغانستان پر خاوره د پاکستاني طالبانو د فعالیت تورونه تل ردوي، خو د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې وه چې د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت د استازو ترمنځ د خبرو کوربتوب کوي.
هغه مهال د پاکستاني طالبانو مشر مفتي نور ولي مسید او د دې ډلې ګڼ نور مشران په کابل کې وو او له پاکستان ورتلونکو پلاو سره یې خبرې کولې.
افغان طالبانو ټینګار کاوه چې د 'حسن نیت' له مخې یې د دې خبرو کوربتوب ته غاړه اېښې ده او که خبرې ناکامې شي نو دوی به د پاکستاني طالبانو مشرانو ته اجازه ورنکړي چې افغانستان کې پاتې شي.
شهباز شریف: افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په اړه اندېښنه لرو
د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر ویلي، د نړۍ نورو هېوادونو په څېر پاکستان هم د هغو ترهګرو ډلو په تړاو چې له افغانستانه خپل فعالیتونه کوي، اندېښنه لري.
شهباز شریف د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې تر ډېره تمرکز پاکستان کې د سېلابونو او طبیعي ناورینونو پر مسلو ور ټول و، خو د ده په وینا افغانستان کې فعالې ترهګرې ډلې د پاکستان لپاره هم یو سرخوږی دی.
ده وویل، افغانستان کې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان، القاعدې، د ترکستان اسلامي ګوند، د ازبکستان اسلامي تحریک فعالیتونه د اندېښنې وړ دي.
دی وايي، د دغو ډلو پر وړاندې باید افغانستان کې د افغان چارواکو په همکارۍ او ملاتړ په اغېزناک او جامع ډول معامله وشي.
شهباز شریف پخپله وینا کې وویل، نړیواله ټولنه باید افغانستان د بشر حقونو له اړخه د وېروونکي هېواد په توګه وپېژني.
تېر کال د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان همدې ناستې ته ویلي وو، افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو په اړه خوشبین دی او د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ یې غوښتي وو چې د طالبانو نوی حکومت منزوي نه کړي.
د طالبانو له واکمنېدو یو کال وروسته لاهم د ملګرو ملتونو هېڅ کوم غړي هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
شهباز شریف پرته له دې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت ته مستقیمه اشاره وکړي، وویل: "پاکستان دا هم غواړي چې افغانستان او ګرده نړۍ په سوله کې وي او خپلو ټولو وګړو ته په یوه سترګه وګوري".
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته