له افغانستانه د خلکو ایستلو لړ کې د بریتانیا پر بهرنیو چارو وزارت د 'بې پروګرامۍ او ګډوډۍ' تورونه ولګېدل، خو حکومت دا تورونه رد کړي
د عکس سرچینه، MOD VIA PA MEDIA
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت یوه مخکیني کارکوونکي پر یاد وزارت تور پورې کړی، چې له افغانستانه د هغو کسانو ایستلو پروګرام یې ''کډوډ او بې ګټې '' و چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په هېواد کې ژوند له خطر سره مخامخ و.
رافایل مارشال چې په سپتمبر میاشت کې یې د ګوښه کېدو تر مهال د بریتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې پر مهمه دنده فعالیت کاوه وايي، د وزارت په بېړنۍ څانګه کې کارکوونکي لږ دي او د هغو افغانانو انتخاب چې له هغه هېواده په بریتانوي الوتکو کې تر سره کېدل، ''بې پروګرامه او ګډوډ '' و.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت دې پخواني مقام د خپل هېواد پارلمان کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته ویلي، احتمالاً داسې ۱۵۰۰۰۰ افغانانو له خپل هېواده د وتلو غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو، چې له بریتانیا سره د اړیکو له کبله له خطر سره مخامخ وو، خو په وینا یې له پنځه سلنې هم لږ دغه ډول کسانو سره مرسته شوې ده.
نوموړی زیاتوي: ''څرګنده ده، ځینې هغه کسان چې ځای پر ځای پرېښوول شوي وو، د طالبانو له لاسه وژل شوي دي. ''
رافایل مارشال په خپله شاهدۍ کې د بریتانیا هغه مهال بهرنیو چارو وزیر ډومېنیک راب هم تورن کړ، چې په وینا یې پرېکړه کولو کې یې ''تګلاره پڅه '' وه.
د نوموړي په وینا د ښاغلي راب له لوري به یې د برېښنالیکونو ځواب ته تر ساعتونو پورې انتظار کاوه او په خبره یې داسې فکر کوي چې بهرنیو چارو وزیر ''په بشپړه توګه وضعیت نه و درک کړی. ''
د یادونې ده، چې د کابل د سقوط پر مهال ښاغلی راب په رخصتۍ تللی و او هغه مهال هم د بریتانیا اپوزیسیون ګوندونو پر نوموړي نیوکې کړې وې، چې په وینا یې لندن ته د ستنېدو او د وضعیت څارنې پر ځای هماغسې د رخصتۍ په حال کې پاتې شوی و.
د عکس سرچینه، EPA
د بریتانیا حکومت ویندوی د رافایل مارشال څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکو ''په نه ستړې کېدونکې توګه د خپل ډول تر ټولو ستر ماموریت په تر سره کولو کې '' هڅې کړې دي.
ښاغلي راب ته یوې نژدې سرچینې ویلي، هغه وخت د هغو کسانو د هویت تایید او بهر ته په خوندي توګه لېږد د چټکو پرېکړو پر ځای مهم مسایل بلل کېدل.
دا سرچینه وايي، پر افغان پلازمېنه د طالبانو له واکمنېدو وروسته بریتانیا ۱۵۰۰۰ کسان د هوايی عملیاتو له لارې له افغانستانه وایستل چې ۵۰۰۰ بریتانویان، ۸۰۰۰ افغانان او ۲۰۰۰ ماشومان پکې شامل وو.
د بریتانیا حکومت یوې سرچینې په وینا رسماً له افغانستانه د خلکو ایستلو عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته هم دې لړۍ دوام کړی، بریتانیا نژدې ۳۰۰۰ کسان له دې هېواده ایستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته