متقي: پاکستاني طالبانو سره لا وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو د مذاکراتو پیل ښه و
د افغان طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي منلې ده چې دې ډلې د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ مذاکراتو لپاره منځګړیتوب کړی دی.
دا لومړی ځل دی چې د افغان طالبانو په لیکو کې یو جګپوړی چارواکو دې مذاکراتو کې د خپلې ښکېلتیا پخلی کوي.
ښاغلي متقي له بي بيسي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، لا د دواړو خواو ترمنځ کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو د مذاکراتو پیل ښه و.
د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې له پاکستاني طالبانو سره یې مذاکرات پیل کړي دي او افغان طالبان پکې منځګړیتوب کوي.
اوس د افغان طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، د دواړو خواو، یعنی د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو په غوښتنه یې منځګړیتوب ته غاړه ایښې ده.
ښاغليمتقي د دې مذاکراتو د پیلېدو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې راتلونکو پړاوونو کې به کومه ستونزه نه رامنځته کېږي.
د عکس سرچینه، Foreign Ministry of Pakistan
یاده دې وي چې د امیر خان متقي په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی پلاوی اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی و.
په دې درې ورځني سفر کې د افغان طالبانو د پلاوي د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د پاکستان جګپوړو چارواکو سره وکتل.
پلاوي همدا راز په اسلام اباد کې د ټرویکا-پلس هېوادونو له استازو سره هم ناسته درلوده، خو د دې هېوادونو خپلمنځي غونډه کې موجود نه و.
اسلام اباد کې د ټرویکا-پلس له غونډې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو، راتلونکي کې دې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ناستو کې افغان طالبانو ته هم بلنه ورکړل شي.
امیر خان متقي هم بي بي سي سره مرکه کې ویلي، دوی د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې پالي او نه غواړي چې افغانستان دې له هېڅ کوم هېواد سره لانجه ولري.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته