د طالبانو پلاوي د 'سوداګرۍ او ټرانزیټ پر موضوعاتو' د ازبکستان له چارواکو سره خبرې کړې
د عکس سرچینه، bakhtar news agency
د طالبانو وياند او د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی د رئيس الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوی له ازبکستان څخه بېرته کابل ته ستون شوی دی.
د طالبانو حکومت یو پلاوی د سوداګرۍ او ټرانزیټ په ګډون د دوه اړخیزو مسایلو پر سر د خبرو لپاره ازبکستان ته تللی و.
د خبرپاڼې له مخې "پلاوي د ازبکستان له لوري سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ په پراختيا، افغان سوداګرو لپاره په ټرانزيټ کې اسانتياو برابرولو، روغتيايي سکتور کې همکارۍ، د سرخان-پلخمري برېښنا مزي او د مزار شريف-کابل او پېښور تر منځ د رېل پټلۍ په اړه خبرې کړې دي".
ذبیح الله مجاهد وايي چې د دواړو هېوادونو پلاو د ازبکستان په ترمذ ښار کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال زاکوف سره هم کتلي دي.
له دې مخکې د اکتوبر لومړیو کې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی و او د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي و. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټر پیغام کې هغه مهال د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر له قوله ویل شوي و چې له افغانستان سره به یې د هېواد اړیکي د نورو مسایلو له اغېر پرته پر ګډو ګټو متمرکزې وي.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ویلي، هېواد به یې له افغانستان سره د ټرانزیټي، سوداګریزو او انرژۍ برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي.
ازبکستان د افغانستان وارداتي برېښنا ۷۷ سلنه پوره کوي او پاتې نوره برخه له تاجکستان او ایران واردیږي.
تېره میاشت والسټریټ ژورنال خبري شبکې په خپل رپوټ کې وویل، که افغانستان د وارداتي برېښنا لړ کې ۹۰ میلیونه ډالره پور پرې نه کړي، چې تېرو څو میاشتو کې پرې پاتې دی، ښايي له برېښنا محروم شي.
وروسته د بلومبرګ په یوه رپوټ کې وویل شول چې د افغانستان (برېښنا) شرکت د ملګرو ملتونو له استازولۍ (یوناما) غوښتي چې د بشردوستانه مرستو په توګه د هېواد وارداتي برېښنا پور پرې کړي، خو یوناما مسوولینو وروسته وویل، له دوی داسې کومه غوښتنه نه ده شوې.
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته