د امریکا استازو جرګې افغان ژباړنو ته د ویزې صادرولو د چټکولو طرحه تصویب کړه
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا استازو جرګې (ولسي جرګې) د سې شنبې په ورځ د هغو افغانانو د کډوالۍ ویزو غوښتنلیکونو ته د چټکې رسېدنې یوه طرحه تصویب کړې چې لهامریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی.
د ولسي جرګې طرحه چې د سې شنبې په ورځ په ډېرو رایو تصویب شوه، هغه غوښتونکي چې د ځانګړې کډوالۍ شرایط یې پوره کړې وي، له روغتیايي معایناتو معاف یا بښي.
پخوانی نظامي او د ولسي جرګې غړی جیسون کېرو چې یو وخت یې په افغانستان کې خدمت کړی د دغې طرحې یو چمتو کوونکی دی.
د فرانس خبري اژانس د راپور له مخې، هغه د سې شنبې په ورځ وویل، دغه طرحه د ویزې هر غوښتونکي یا متقاضي د انتظار موده یوه میاشت لنډوي.
هغه په یو ټوېټ کې لیکلي: "دغه لایحه د یو شمیر کسانو ژوند ژغوري، خو زموږ کار بشپړ شوی نه دی. موږ باید دغه کار پای ته ورسوو او زموږ شریکان چې په خطر کې دي، را وباسو. "
د ولسمشر بایډن تر لاسلیک مخکې د ولسي جرګې دا طرحه باید په سنا یا مشرانو جرګه کې هم تصویب شي.
د امریکا مشرانو جرګه هم داسې طرحه اروزوي چې له مخې یې د وژل شویو افغان ژباړونکو ښځې او اولادونه له کډوالۍ ویزې برخمنېږي.
د امریکا حکومت له هغو افغانانو سره چې د ایتلافي ځواکونو سره یې کار کړی د مرستې لپاره فشار سره مخ دی او تېره اونۍ یې وویل، نیت لري زرګونه دغه کسان د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نیټې د خپلو ځواکونو له وتلو وړاندې له افغانستان وباسي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل: " هغوی چې له موږ سره یې مرسته کړې، یواځې به پاتې نه شي. د بل هر هغه کس په څېر یې هرکلی کېږي چې له موږ سره د مرستې لپاره یې خپل ځان په خطر کې اچولی. "
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا حکومت وايي د دغې طرحې پر بنسټ ټاکل شوې ده "شاوخوا ۵۰ زره کسان" نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.
افغان ژباړن چې کلونه یې له امریکا سره په افغانستان کې کار کړی،وېرېږي چې د دغه هېواد د ځواکونو له وتلو وروسته به د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ شي.
څه موده وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې خپرولو سره د بهرنیو ځواکونو له ژباړونکو او ځايي کارکوونکو وغوښتل چې د "پښېمانۍ په څرګندولو" سره په دغه هېواد کې پاتېدلی شي.
د افغانستان شاوخوا ۱۸ زره وګړو د امریکا متحده ایالتونو ویزو ته غوښتنلیکونه ورکړي دي، خو اوږدمهالې پروسې د هغوی د ویزو صادرول له ځنډ سره مخ کړي دي.
ټاکلې ده امریکا دغه کسان له سیپتمبر میاشتې وړاندې نورو هېوادونو ته ولېږدوي او په هغه ځای کې یې غوښتنلیکونه بشپړ شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته