تاجکستان به د اسیا زړه-استانبول بهیر غونډې کوربه وي
د عکس سرچینه، Arg
د اسیا زړه-استانبول بهیر د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نهم کانفرنس د مارچ وروستیو کې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې جوړېږي.
د رپوټونو له مخې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د هغه افغان سیال محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ ټلیفوني اړیکو کې هوکړه کړې چې دواړه هېوادونه په ګډه د دې ناستې مشري وکړي.
د ارګ فیسبوکپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلی غني او مام علي رحمان د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا، د افغانستان د سولې پروسې او پر سیمه ییزو همکاریو هم وغږېدل:
"همداراز د دواړو هېوادونو جمهوررئیسانو د اقتصادي، سوداګریزو او سرحدي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ. "
د تاجکستان ولسمشر خپل افغان سیال ته د شانګهای همکاریو سازمان د بنسټېدو یا تاسیس ۲۰ کالیزې مراسمو کې د ګډون بلنه هم ور کړې، چې راتلونکې میاشت(مارچ)په تاجکستان کې جوړېږي.
د اسیازړه- استانبول بهیر څه غواړي؟
د عکس سرچینه، ARG
د اسیا زړه- استانبول بهير د ۲۰۱۱م عیسوي کال د نومبر په ۲ د ترکیې استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو .
د دې بهیر یوه موخه په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکي دي، چې پکې د ترهګرۍ، نشه يي توکو، نېستۍ او توندلارۍ د له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږي.
د اسیا زړه- استانبول بهير ناستو بله موخه هم د سیمه والو هېوادونو په منځ کې د باور د زياتولو او په پرمختيايي چارو کې د همکاريو غښتلي کول دي.
د افغانستان پر ګاونډيو او سيمه ييزو هيوادونو سربېره روسيه، هند، سعودي او عربي متحده امارات هم د استانبول بهير غړيتوب لري.
د دې بهیر نور غړي
د عکس سرچینه، ARG
دا رنګه د امريکا متحده ايالتونه، برتانيا، د اروپايي ټولنې ځينې غړي هېوادونه او ملګري ملتونه د دغه بهيره ملاتړ کوي.
د اسيا زړه هېواد کنفرانس نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.
تراوسه د دې بهیر درې ناستې(۲۰۱۱، ۲۰۱۸-۲۰۱۹) ترکیه، افغانستان کې پر (۲۰۱۲)، قزاقستان کې پر (۲۰۱۳)، چین کې پر (۲۰۱۴)، پاکستان کې پر (۲۰۱۵)، هند کې پر (۲۰۱۶) او اذربایجان کې پر (۲۰۱۷) کال جوړې شوې دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته