ولسمشر غني تذکره کې د مور نوم لیکلو لپاره قانون کې بدلون تائيد کړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تذکره ( پېژند پاڼه) کې د ثبت احوال په قانون کې د مور نوم لیکلو اړوند تعدیل توشیح کړ. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ولسمشر دغه تعدیل چې افغان کابینې له مخکې تصویب کړی، د یوه فرمان له مخې توشیح کړ.
د دغه فرمان له مخې به د افغانانو په تذکره کې د نورو شخصي مشخصاتو تر څنګ د مور نوم هم لیکل کېږي. افغان کابینې د ولسمشر غني په مشرۍ غونډه کې د روانې میاشتې په لومړیو کې په تذکره کې د مور نوم ثبتول تایید کړل.
له دې مخکې د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د قوانینو کمېټې د 'ثبت احوال نفوس ' قانون په ځینو برخو کې په تذکره کې د مور نوم ثبتولو په ګډون تعدیل تایید کړی و.
په تذکره کې د مور نوم ثبت موضوع د یو شمېر افغان مدني فعالانو او ښځو حقونو فعالانو له کلونو مبارزې وروسته د چارواکو د پام وړ وګرځېده.
په ورته مهال د افغانستان بشري حقونو کمېسیون د افغانستان جمهوري ریاست دغه اقدام ستایلی و، چې له مخې به یې د مور نوم د هویت په تذکره کې ثبتېږي. یاد کمېسیون (د ښځو حیثیت ته د درناوي په پار دا یو نیک اقدام) بللی و او له اړوند چارواکو یې د تصویب غوښتنه کوله.
د خواله رسنیو کاروونکو په پراخه کچه د دې غوښتنې تایید کاوه او هشټګ یې لاس پر لاس کېده.
ګڼو افغان سیاستوالو، لیکوالو، هنرمندانو او پېژندل شویو شخصیتونو پر خواله رسنیو د مېندو نوم لیکلو سره د دغه کمپاین ملاتړ کړی.
په افغانستان کې لومړنۍ پېژندپاڼه په کال ۱۲۹۸ لمریز کال کې پاچا امان الله خان ته ورکړل شوه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته