ایران سیند ته د کډوالو اچولو په هکله د افغانستان سندونه ونه منل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران کمېشنرۍ د ایراني پوله ساتو په لاس سیند ته د افغان کډوالو اچولو په هکله د افغانستان شواهد او سندونه ونه منل.
د افغانستان او ایران سرحدي کمېشنرۍ په ګډه د ۱۳۳۵ لمریز کال د تړون له مخې د دې پېښې پلټنې کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد زیاتوي، که څه هم دواړو لورو مناسبه فضا کې ناسته درلوده، خو دې وضعیت ته په پام د دواړو هېوادونو د تړون د مادو له مخې دا څېړنه ډیپلوماټیکو لورو ته سپارل کېږي.
ښاغلی هېواد وایي، افغان کمېشنرانو د تړون له مخې خپل سندونه ډيپلوماټیکو مراجعو ته سپارلي دي.
د څو افغان چارواکو او عیني شاهدانو د ادعا له مخې، ایراني پوله ساتو نږدې درې اونۍ وړاندې لسګونه افغانان اول شکنجه او بیا مجبور کړل چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره پر سیند واوړي.
د عکس سرچینه، IRNA
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه رد کړې او ویلي یې دي: په ټاکلي تاریخ او د پېښې د ادعا سیمه کې دا ډول پېښه نه ده شوې او نه هم له افغان وګړو سره د اسلامي جمهوریت د ځواکونو کوم ټکر رپوټ شوی دی.
خو وروسته ایران وویل چې دې برخه کې د څېړنو لپاره همکارۍ ته تیار دی او ورپسې د دواړو هېوادونو د پلاوو په ګډه پلټنه هوکړه وشوه، چې تېره پنجشنبه یې په ایران کې لومړنۍ غونډه درلوده.
د دې پېښې لپاره د افغانستان د حقیقت موندونکي پلاوي مشر ویلي، لومړنۍ موندنې یې ښيي چې دې پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي، ۱۷ ورک شوي او ۱۷ نور هم ژغورل شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته