د عکسونو البوم: کابل کې پر درمسال برید
د عکس تشریح، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د چارشنبې پر ورځ (مارچ ۲۵) پر درمسال د برید له امله ۲۵ کسان وژل شوي او اته ټپیان دي.د عکس تشریح، برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې سهار نږدې اته بجې وشو او شاوخوا شپږ ګړۍ وروسته پای ته ورسېد.د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، شوربازار د کابل زوړ ښار یوه پخوانی ځای دی او د دې سیمې درمسال کې څو سیک کورنۍ ژوند کوي.د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې امنیتي ځواکونو په درمسال کې د ښځو او ماشومانو په ګډ،ن نږدې اتیا کسان ژغورلي دي.د عکس تشریح، کابل کې د امریکا سفارت د ننني برید د قربانیانو او د هغوی کورنیو سره خواخوږي ښودلې او یوه ټوېټ کې دا برید غندي چې پکې د عبادتځي په نښه کولو سره بې ګنا خلک زیانمن شوي دي.د عکس تشریح، کابل کې د پاکستان سفارت خپل ټوېټر کې ویلي چې د کابل برید غندي.د عکس تشریح، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر ټوېټر کابل کې پر درمسال دا یو وحشیانه برید بللی دی.د عکس تشریح، هندوان او سیکان له پېړیو را هیسې افغانستان کې ژوند کوي، له ۷۰ لمریزي لسیزې مخکې نږدې ۲۵۰ زره سیک او هندو کورنۍ د افغانستان په څو ښارونو کې ژوند کاوه، خو د کورنیو جګړه له امله یې کډوالي پیل کړه، چې اوس هم روانه ده.