د هغو ۲ افغان توکمو محاکمه چې ایران ته په جاسوسۍ تورن دي
د عکس سرچینه، Getty Images
جرمني کې د دوشنبې په ورځ د هغې افغان جوړې (مېړه او مېرمن) محاکمه وشوه چې ایران ته په جاسوسۍ تورن دي.
فرانس خبري اژانس وايي، دغه ۵۱ کلن افغان جرمن پوځ کې سلاکار و او په دې تورن دی چې ۱۸ برخو کې یې ایران ته د جرمني د پټو مالوماتو لېږدولو سره "سخت خیانت" کړی دی.
د عبدالحمید.س په نوم دا کس د تېر کال جنورۍ کې له یوه بهرني سفر- چې ویل کېږي د مالوماتو لېږدولو لپاره و- تر ستنېدو وروسته ونیول شو.
د نوموړي مېرمن ۴۰ کلنه اسیه هم له ورته تور سره مخ ده.
د جرمني لوېدیځ ته د کوبلنتس محکمې چارواکي وايي، اسیه. س تورنه ده چې له اوله د خپل خاوند له جاسوسي چارو خبره وه او د ایران له استخباراتو ادارې سره یې همکاري کړې ده.
تېر کال د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د دغه افغان توکمه جرمن د نیولو خبر ته غبرګون کې وویل، دا کس له ایران سره هیڅ اړیکه نه لري.
نوموړي دا مسله د داسې کسانو هڅه وبلله چې "د اروپا- ایران د اړیکو خرابول" غواړي.
دغه کس د کلونو لپاره د جرمني دییون ښار کې د جرمن پوځ يوه مرکز کې د ژباړن او کلتوري سلاکار دنده درلوده.
د جرمني دفاع وزارت هم ویلي چې د پوځ اړوند یوې جاسوسۍ دوسیې ته د رسیدګۍ په هکله خبر دي، خو رسنیو ته یې نور مالومات نه دي ور کړي.
تمه ده چې د دې دوو افغانانو د محاکمې ډېرې پټې ناستې وشي.
د عکس سرچینه، Getty Images
که ګناګار وپېژندل شي، خپله عبدالحمید.س په ۱۵ کاله او مېرمن یې په ۱۱ کاله بند محکومېږي.
له دې مخکې د جرمني شپېګل مجلې خپل رپوټ کې ویلي چې تورن کس ډېر کلونه افغانستان کې د جرمني د پوځي ماموریت اړوند سندونو په ګډون ډېرو منظمو او حساسو اطلاعاتو ته لاسرسی درلود.
د دې رسنۍ د رپوټ له مخې، پر ۲۰۱۷ کال د جرمني د جاسوسۍ ضد اداره پوځ کې پر یوه جاسوس پوه شوه.
اړوند چارواکي له هغه وروسته پر عبدالحمید.س شکمن شول چې پام یې شو د اروپا ځانګړو هېوادونو ته د ایران د لوړپوړو استخباراتي چارواکو له سفر سره هممهال نوموړی هم دغو هېوادونو ته ځي.
د جرمني د کورنیو اطلاعاتو د اساسي قانون ساتونکې څانګه وايي، ایران، چین او روسیه درې داسې هېوادونه دي چې جرمني کې له نورو ډېره جاسوسي کوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته