پېښور: افغان کونسلګري له دوې میاشتې تړل کېدو وروسته پرانیستل شوه
د عکس سرچینه، EMBASSY OF AFGHANISTAN/ FACEBOOK
پېښور کې افغان دیپلوماتیکې سرچینې وايي، دغه ښار کې افغان کونسلګرۍ تر دوو میاشتو پورې له تړل کېدو وروسته پرانیستل شوې ده. د کونسلګرۍ یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، د ویزې ورکولو چارې سر له ننه دسمبر ۲۷ مه پېلېږي.
بل لور ته د پڼجشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې د کونسلګرۍ سکرتر فریدون خلیل له قوله ویل شوي چي د جمعې پر ورځ به د ويزې ورکولو څانګه د ويزو اجرا کولو کار پيل کړي.
افغان کونسلګرۍ د تېر اکتوبر پر ۱۱د پېښور په فردوس سیمه کې پر افغان مارکیټ د پاکستاني پولیسو له چاپې او بېرغ کوزولو وروسته احتجاجاً تړل شوې وه.
د افغان مارکیټ د ملکیت پر سر له ۱۹۷۱ راهیسې د سید زوار حسین په نامه د یوه ځايي اوسېدونکي مختار نامه لرونکي شوکت جمال کشمیري او افغان حکومت تر منځ د افغانستان او پاکستان په بېلا بېلو محکمو کې قضیه روانه وه او د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ کې د پاکستان سترې محکمې د سید زوار حسین په حق کې پرېکړه وکړه، چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکو هغه مهال دغه پرېکړه یو اړخیزه بلله.
په پاکستان کي دافغان سفارت چارواکي وايي چې دوی له کلونو راهیسې د دغه درې جریبه مارکيټ مالي پريکوي، خو بل لور ته شوکت جمال کشمیري چې د مدعي له لوري مختارنامه لري وايي، سید زوار حسین ته دغه ځمکه په ۱۹۸۹ کال کې د هغه جایداد بدل کې ورکړل شوې چې د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته په هند کې ترې پاتې شوی دی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د کونسلګري بېرته پرانیستل کېدو مخکې افغان حکومت د پاکستان محکمې پرېکړه منلې او که د قضیې په تړاو کوم جوړ جاړی شوی، خو د بي بي سي له هڅو سره هم کونسلګرۍ چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د پاکستان حکومت دریځ څه دی؟
په اکتوبر میاشت کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل په دې تړاو ویلي و:
''پېښور کې افغان مارکیټ یوه قانوني قضیه وه، سترې محکمې دې لړ کې پرېکړه کړې او څرګنده ده، چې دغه پرېکړه به پلي کېږي. ''
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته