"له لسو ورځو راهیسې د کندهار او هلمند برېښنا پرې شوې"
د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ د لارې پر سر د رامنځته شویو ستونزو له کبله نن لسمه ورځ ده چې پر کندهار او هلمند برېښنا پرې شوې ده.
په سویل کې د برېښنا چارواکي وایي، هڅه کوي ستونزه د ځايي مشرانو او سپین ږیرو په منځکړیتوب هواره کړي.
په کندهار کې د برېښنا شرکت د چارواکو په وینا اوس په ۴۸ ساعتونو کې یوازې دوه ساعت ډیزلي برېښنا د کندهار ښارونو ته ورکوي.
یو شمېر هلمندیان د اعتراض په توګه سره راټول شوي وو او د جګړې له دواړو غاړو یې وغوښتل چې برېښنا دې د سیاسي وسیلې په توګه نه کاروي.
په هلمند کې د کجکي برېښنا فابریکه شاوخوا لس ورځې وړاندې هغه مهال په ټپه ودرول شوه چې د برېښنا د شرکت د ځايي چارواکو په وینا "وسله والو طالبانو په لوی لاس په سنګین ولسوالۍ کې د برېښنا مزي پرې کړل او د برېښنا کارکوونکو ته یې د بیا رغولو اجازه نه ورکوي."
د کجکې د برېښنا فابریکه د کندهار او هلمند د برېښنا د چمتو کولو اصلي سرچینه بلل کیږي. خو یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ستونزه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو د کجکې برېښنا فابریکې ته تللې لاره د فابریکې د کارکونکو پر مخ وتړله او پر یوې بله لاره یې د تګ راتګ غوښتنه ترې وکړه.
د برېښنا نشتوالي د هلمند مرکز لښکرګاه او کندهار ښار کې د عامو خلکو ژوند او کاروبار سخت زیانمن کړی دی.
د هلمند د لښکرګاه کې یو شمېر مدني فعالانو او ځایي خلکو په یوه اعتراضي غونډه کې د رامنځته شوې ستونزې د ژر هواري غوښتنه وکړه.
په سویل کې د برېښنا شرکت چارواکي مني چې ستونزه په کجکي ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او ځايي چارواکو تر منځ د لارې پر سر رامنځته شوې ده.
ددغې ادارې د چارواکو په خبره، وسله والو طالبانو له دوی غوښتي چې د برېښنا کارکونکي باید پر هغه لار تګ راتګ وکړي چې د دوی تر ولکې لاندي سیمو ته غزېدلې ده.
په سویل کې د برېښنا شرکت مشر امان الله فاروقي تمه ښيي چې دغه ستونزه به د ځايي مشرانو په منځکړیتوب هواره کړي.
په دې اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
د کجکي برېښنا فابریکه اوسمهال د اوبو د کموالي له کبله ۳۱ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، چي ۲۰ میګاوټه یې په خپل هلمند او پاتې ۱۱ میګاواټه یې په کندهار ښار کې مصرفیږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته