د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي له کبله بشري سرغړونې شوې'
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د افغان جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې جګړه او وینه توېیدنه بس کړي. د دغه کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر چې نن د بشري حقونو په نړیواله ورځ کې د جګړې د قربانیانو په یاد غونډه کې خبرې کولې وویل، د افغانستان د جګړې د ختمولو ارزانه لاره بین الافغاني خبرې دي.
د اروپايي ټولنې سفیر په دې غونډه کې ویلي، د سولې په خبرو کې باید د افغانستان ۱۹ کلنې لاسته راوړنې باید د سولې په خبرو کې قرباني نه شي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، په دې هېواد کې د تاوتریخوالي او جګړو له کبله بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
په افغانستان کې تبعیض، جګړه، تاوتریخوالی، د قانون نه پلې کېدل د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدو اصلي لاملونه دي.
شهرزاد اکبر وایي، دې لپاره چې خبرې د تلپاتې سولې لامل شي، د خبرو بهیر باید ټول شموله وي. نوموړې وایي، په افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې باید د جګړې د قربانیانو په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو غوښتنې واوري.
د اغلې اکبر په خبره، د سولې د خبرو په ټولو پړاونو کې د بشري حقونو د معیارونو په پام کې نیول د افغانستان د خلکو د جدي غوښتنې په توګه وړاندې شي.
د اغلې اکبر په وینا، د سولې د خبرو پایله باید بشري حقونو ته د افغانانو لاسرسی ډېر کړي نه دا چې له خپلو حقونو محروم شي.
د بشري حقونو کمیسیون مشره طالبانو ته په خطاب کې وایي، که دا ډله غواړي چې د افغانستان په راتلونکې کې برخه ولري نو باید په تلپاتې سوله کې د بشري حقونو ځای په رسمیت وپېژني.
په همدې حال کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیري ماییدون په دې غونډه کې وایي، د افغانستان ۱۹ کلنې لاسته راوړنې باید د سولې په خبرو کې وساتل شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو هم د سولې په خبرو کې د جګړې د قربانیانو، ښځو او ماشومانو د حقونو په ساتل کېدو ټینګار وکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما وايي، افغان ماشومان لا هم په جګړه کې د ښکېلو اړخونو له خوا له ګومارل کېدو او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ دي. یوناما د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت دا خبره کړې چې نن د ډیسمبر پر لسمه لمانځل کېږي.
د یوناما اعلامیه کې راغلي، د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې د ماشومانو د قانون د تصویب په ګډون، روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو ته د هلکانو او نجونو د لاسرسي په ګډون ځینې پام وړ پرمختګونه شوي.
یوناما زیاتوي: "خو لا هم په میلیونونو ماشومان په افغانستان کې له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې دي، چې په دې کې د ژوند کولو حق، زدکړو او روغتیایي خدماتو ته د لاس رسي حق، د تفریح حق او بشپړې وړتیا ته د هغوی درسیدو لپاره د پرمختیا حقونه شامل دي".
د یوناما د اعلامیې له مخې، ماشومان لاهم پر ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو د بریدونو له منفي اغېزو سره او په نا متناسب ډول د جګړې له پاتې ناچاوده توکو زیانمنېږي او په جګړه کې د ښکېلو اړخونو له خوا له استخدام او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ دي..
د ملګرو ملتونو دا اندېښنه په داسې مهال ده چې دې وروستیو کې د افغان ماشومانو د جنسي ځورونې رپوټونه هم ور کول شوي.
نږدې دوه اونۍ وړاندې د کندهار سیمه ییزو پولیسو وویل، هغه ملا امام یې نیولی، چي پر یوه ۸ کلن ماشوم یې جنسي تېری کړی او بیا یې په وهلو وژلی دی.
دې وروستیو کې په لوګر ولایت کې پر لسګونو کم عمره هلکانو د جنسي ځورونې قضیه څه موده وړاندې د دوو ځایي فعالانو لخوا رسنیو ته افشا شوه.
په پیل کې افغان حکومت د دغو فعالانو ادعاوې در کړې، خو موسی محمودي او احسان الله حمیدي کابو لس ورځې وړاندې هغه مهال کابل کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې لخوا ونیول شول چې د اروپایي ټولنې د استازي لید ته ور روان وو.
د دوی نیونې ته پراخ او توند غبرګون وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت دا کړنه ناسمه وبلله او امر یې وکړ چې یاد فعالان دې د کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي.
د ډیسمبر پر دریمه په افغانستان کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفارتونو له افغان حکومت او لویې څارنوالۍ غوښتنه کړې ده چې د لوګر په ښوونځیو کې د هلکانو د جنسي ځورونې قضیه ې په جدي توګه وپلټي.
افغان حکومت د بهرنیو سفارتونو د اندېښنو په ځواب کې یو ځل بیا ژمنه کړې ده چې له پلټنو وروسته به پړو کسانو سره قانوني چلن کېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته