د ناکامورا کورنۍ د مړي لېږد لپاره افغانستان ته ورسېده
د عکس سرچینه، ARG
په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني خیریه کارکوونکي ډاکټر تېڅو ناکامورا کونډه او مشرۍ لور نن 'جمعه ۶ دسمبر ' افغانستان ته رسېدلې دي چې د ده مړى له ځان سره يوسي.
دی او پنځه افغان ساتونکي يې نامعلومه وسله والو چهارشنبه په يو وسله وال بريد کې د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې ووژل.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر محمد اشرف غني د ناکامورا له کونډې او لور سره په لیدنه کې له هغوی سره خواخوږي څرګنده کړې، د دغه وژل شوي خیریه کارکوونکي د خدمتونو ستاینه کړې، د هغه وژل کېدل یې یوه لویه فاجعه بللې ده.
خبر پاڼه د ولسمشر غني له قوله زیاتوي چې ټول افغانان د دغې پېښې له کبله غمجن دي.
ولسمشر غني وايي، افغانان ډاکټر ناکامورا ته د افغانستان د یوه ستر شخصیت په سترګه ګوري او کورنۍ یې د افغانانو په زړونو کې ځای لري.
د مرستندويې ټولنې د دغه مشر وژل کېدو په افغانستان او نړۍ کې پراخ غبرګونه لرل.
۷۳ کلن ناکامورا پر سینه ښۍ خوا ته ویشتل شوی و چې له برید ورسته سم لاسي روغتون ته وړل شوی و او بګرام ته د لېږدولو پرمهال یې د جلال اباد هوايي ډګر کې یې سا ورکړه.
په خوست کې يوه څلور لارې د ده په نامه شوې، په جلال اباد، کابل او خوست کې يې يادغونډې شوې دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
له دې مخکې پرون 'پنجشنبه ' د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، په جلال اباد کې د جاپاني وژل شوي خیریه کارکوونکي تېڅو ناکامورا د وژنې پلان له افغانستانه بهر چمتو شوی و.
د ښاغلي ناکامورا له وژل کېدو دوې ورځې وروسته ښاغلي میاخېل د دغې پېښې په تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو په خبره یې د دغې پېښې په تړاو یې ځینې شواهد موندلي دي.
ډاکټر تېتسو ناکامورا تر افغانستان وړاندې په پښتونخوا کې پر مرستندويو کارونو بوخت و. هلته ده له خپل مسلک سره سم د بې وزلو خلک درملنه کوله.
تېڅو ناکامورا چې له کلونو راهیسې د اوبو مدیریت او د خلکو خیر ښېګړې چارو کې فعال و، وړمه ورځ په جلال اباد کې نامعلوموو کسانو له خپلو پنځو افغان ملګرو سره یو ځای وواژه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته