ټاکنیزې ناندرۍ؛ د عبدالله زرګونو پلویانو په کابل کې لاریون وکړ
د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند عبدالله عبدالله پلویانو نن په کابل ښار کې لاریون وکړ او د دوی په وینا "د ټاکنو کمېسیون له خوا د قانون ماتولو" پر ضد یې شعارونه ورکړل.
د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په زرګونو پلویان نن جمعه (لیندۍ ۸) ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې پښتونستان واټ کې سره ټول شوي ول.
د لاریون په پای کې پرېکړه لیک کې د ټاکنو پر کمېسیون او نړیوالې ټولنې غږ شوی چې د خلکو غږ ته دې غوږ ونیسي.
لاریون ماسپښین مهال په سوله ییز ډول پای ته ورسېد.
پرون د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې دوی ته قانون لومړیتوب لري او د هېڅ چا د غوښتنو پر اساس د ټاکنو قانوني بهیر مخته نه وړي.
د عکس سرچینه، ABDULLAH Facebook
د ثبات او همپالنې ډلې تر لاریون وروسته په خپل پرېکړه لیک کې د بې بایومتریکه ۳۰۰ زره رایو پر ابطال ټینګار کړی چې که ونه شي د دوی په وینا "د ټاکنیز سیاسي بحران مسولیت" به یې د ټاکنو د کمېسیون پر غاړه وي.
خو د کمېسیون مشرې پرون د ۳۰۰ رزه جنجالي رایو په اړه وویل چې هم بایومټریک معلومات لري او د دغو ټولو رایو د پایلو په فورمو د ټاکنیزو ډلو او ټاکنڅارو ډلو لاسلیکونه شته چې د اغلې نورستانۍ په خبره دا ښيي چې له ټاکلي وخت مخکې او وروسته رایې نه دي کارېدلي.
د عکس سرچینه، Dr Abdullah
سره له دې چې د کابل ګارنیزیون پرون په یوه اعلامیه کې د اعتراض کوونکو له پاره حضوري چمن ټاکلی و خو دوی چې تر دې وړاندې یې پښتونستان واټ غوره کړی و همالته سره ټول شول.
د ټاکنو کمېسیون ویلي چې که په اووه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې لپاره بیا هم اجازه ورنه کړل شي، د قانون له مخې به په اړه راتلونکې پرېکړې وکړي. خو کمېسیون دا نه دي ویلي چې راتلونکې ګامونه به څه وي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته