د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې

د عکس تشریح، په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د شنبې په سهار اووه بجې پیل شوې او د ورځې تر پنځو بجو پورې به روانې وي.
د عکس تشریح، ټاکنو کمېسیون وايي، ټاکنو کې به یوازې بایومټریک رایې شمېرل کېږي
د عکس تشریح، روانو ولسمشرۍ ټاکنو ته شاوخوا درې نیم میلیونه ښځو د رایې اچونې نوملیکنه کړې وه
د عکس تشریح، نننیو ټاکنو کې د رایو اچولو ځینې مرکزونه په ځنډ پرانیستل شول
د عکس تشریح، په ټول افغانستان کې رایو اچولو ته ۴۹۴۲ مرکزونه ځانګړي شوي، چې ۴۱۳ یې د ناامنیو له کبله تړل شوي
د عکس تشریح، په ځینو رای اچونو مرکزونو کې د بایومټریک وسیلې د کار نه کولو رپوټونه هم ورکړل شوي.
د عکس تشریح، ټاکنیز کمېسیون سږنیو ټاکنو کې د ښځینه مامورینو ګومارلو کې هم ډېروالی راوستلی و
د عکس تشریح، د هېواد ۳۴۲۷ ښوونځي د رای ورکولو لپاره ځانګړي شوي چې د رایو اچونې د مرکزونو ۷۰٪ جوړوي
د عکس تشریح، ولسمشرۍ ته ۱۸ کسان نوماند شوي وو، چې پنځه نوماندان له خپلې نوماندۍ تېر شوي
د عکس تشریح، د ټاکنو کمېسون: د ټاکنو پایلې تر دریو اونیو اعلانېږي
د عکس تشریح، د رایو ۹۹سلنه مرکزونه د امنیتي ځواکونه په کنټرول کې دي
د عکس تشریح، تیفا وایي، چې د خلکو ګډون پیکه بلل شوی، په تېره خوست، پکتیا، جوزجان، غزني، نیمروز، بدخشان، کابل، تخار، فراه، کندهار او سرپل کې د ښځو ګډون ډېر کم دی.
د عکس تشریح، د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فعالیت په اړه په دریو ولایتونو کې ډېر شکایتونه شوي دي.
د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزارت ویاند: تراوسه چېرته د رایې ور کولو بهیر ګډوډ شوی نه دی

.