"افغان ځواکونو د بدخشان یمګان ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونیوله"
د عکس سرچینه، Getty Images
افغان امنتي ځواکونو له څلورو کلونو وروسته د بدخشان یمګان ولسوالۍ د طالبانو له ولکې بېرته ونیوله. د یمګان ولسوالۍ په ګاونډ کې وردوج ولسوالۍ یو له هغو درېو ولسوالیو وه چې واک یې له طالبانو سره وو خو دوه ورځې وړاندې دا ولسوالۍ هم د افغان ځواکونو په واک کې ولوېده.
طالبانو تر اوسه د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د یمګان ولسوالۍ د بېرته نیولو په تړاو څه ندي ویلي، خو د بدخشان والي محمد ذکریا سودا ویلي دي چې دا ولسوالۍ بېرته د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلې او د هغو سیمو د بیا نیولو لپاره هم عملیات روان دي چې د طالبانو په واک دي.
بل لور ته د افغانستان په تخار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې نن (وږی ۱۸/سپټمبر ۹) طالبانو د دې ولایت پر خواجه غار او ینګي قلعه ولسوالیو بریدونه کړي او جګړه روانه ده.
د عکس سرچینه، TAKHARMEDIAOFFICE
د تخار د پولیسو مشر د طالبانو بریدونه مني او زیاتوي چې دا بریدونه د سهار یوه بجه په دې ولسوالیو کې د پولیسو پر پوستو پیل شوي دي، خو وايي امنیتي ځواکونو برید کوونکي په شا تمبولي.
د تخار پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د طالبانو د سرې قطعې قومندان په دې جګړه کې وژل شوی.
دوی وايي سیمه ته تازه دمي ځواکونه استول شوي.
د خواجه غار ولسوال محمد عمر وايي، جګړه اوس د ولسوالۍ د ودانۍ او د پولیسو د قومندانۍ شاوخوا روانه ده. دده په خبره د دې ولسوالۍ ډېره برخه طالبانو ولکه کړې.
هغه سیمه ته د کومکي ځواکونو رسېدل رد کړي او وايي، تر اوسه شپږ افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو ادعا کړې چې د خواجه غار ولسوالۍ یې نیولې او په ینګي قلعه کې جګړه روانه ده.
د عکس سرچینه، DASHT E ARCHI
تېره ورځ وسله والو طالبانو وکوای شول چې د کندز دشت ارچي ولسوالي چې د خوجه غار سره نژدې ولسوالۍ ده ونیسي.
دې ډلې وار وار په دې ولسوالیو بریدونه کړي.
د خوجه غار ولسوالي د شپږو نورو ولسوالیو سره لار لري او بلخوا له تاجکستان سره پوله کې پرته ولسوالۍ ده. له همدې امله ددې ولسوالۍ اهمیت زیات دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته